اشرف غني د قطر غونډې په مخنیوي کې ناکام ښکاري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او سیاسیونو، علماوو او د سولې د هڅو د فعالانو تر منځ ناسته د روانې اپریل میاشتې په نیمايي کې کېږي.

محمد اشرف غني د دې غونډې په مخنيوي کې تر خپله وسه هڅه کړې، خو ښکاري چې هڅو يې رنګ نه دی راوړی.

هغه څو ورځې وړاندې له حامد کرزي او عبدرب الرسول سیاف سره هم غونډه درلوده، چې اجراییه رییس دا د سولې د هڅو د همغږۍ غونډه وبلله، خو ځينو سرچینو ویلي، غني له کرزي غوښتي و، چې تر دې غونډه تېر شي، خو هغه يې وړاندیز رد کړی دی.

که څه هم اجراییه رییس عبدالله عبدالله د توبرکلوز د نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، چې دوی ته هم د یو انسټیټوټ له لوري دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شو ېده، خو ویل کېږي چې حکومتي پلاوی به دې غونډه کې برخه ونه لري.

د دې تر څنګ د سولې عالي شورا هم څو ورځې وړاندې وړاندیز وکړ چې دا غونډه به پر لویه جرګه منفي اغېز ولري، ځکه خو باید تر دې جرګې شاته جوړه شي، خو نن ټکی اسیا ته کره سرچینو ويلي چې قطر کې به دا بین الافغاني غونډه پر خپل وخت جوړه شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي تازه له امریکا غږ سره په کړې مرکه کې ويلي، چې له حکومته يې په دې غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې، خو که ګډون ونه کړي «موږ د سولې لپاره ملي هڅه پرېښودلی نه شو، دا به جرم وي، دا به خطا وي او موږ دې خطا ته ځان نه سپارو.»

کرزي ویلي چې له اشرف غني يې هم غوښتي چې دا غونډه جوړېدو ته پرېږدي او ان تر مشورتي لویې جرګې وړاندې دې وشي «نتایج دې مشورتي جرګې ته راوړل شي او مشورتي جرګه دې په هغو نتایجو پریکړې وکړي چې دا ښه دي که دا بد دي!»

تر اوسه څرګنده نه ده چې د قطر غونډې پر خپل وخت داېرېدو پر وړاندې به د اشرف غني عکس العمل څه وي، خو اندېښنې شته چې نوموړی به حکومتي چارواکو ته په دې غونډه کې د ګډون اجازه ور نه کړي.

په ورته وخت کې زلمي خلیلزاد پر حکومت فشار راوړی چې د دا ډول بین الافغاني غونډو ملاتړ دې وکړي او له تحریمه دې يې لاس واخلي.

تر دې وړاندې مسکو کې هم د بین الافغاني غونډې په اړه د اشرف غني څرګندونې توندې وې، نه یوازې دا چې هغه غونډه يې تایید نه کړه بلکې د غونډې تر پای وړاندې يې پرلپسې ټینګار کاوه، چې دوی ته کوم ارزښت نه لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د