افغانستانخبرونه

کرزی: د حکومت له انکار سره سره باید د قطر غونډه وشي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، سره له دې چې حکومت د قطر غونډې پر وړاندې مخالفت ښيي، خو بیا هم باید دا غونډه ترسره شي.

ټاکل شوې د روانې اپریل میاشتې نیمايي کې د حامد کرزی په مشرۍ د لسګونو غړو پلاوی په قطر کې د طالبانو له استازیو سره وګوري.

حامد کرزي له امریکا غږ سره تازه مرکه کې ويلي له محمد اشرف غني يې غوښتي چې دې غونډه کې حکومت هم باید ګډون ولري، خو که ګډون ونه کړي نو بیا به هم دا غونډه ترسره کېږي.

هغه دا غونډه «ملي هڅه» بللې او د دې غونډې مخالفت او ترې تېرېدل يې «خطا» بللې ده.

کرزي ويلي ده کوښښ کړی چې حکومت په دې غونډه کې ګډون ته قانع کړي او له دې غونډې وروسته مشورتې جرګه دایره شي.

کرزي ويلي د دې غونډې «نتایج دې مشورتي جرګې ته راوړل شي او مشورتي جرګه دې په هغو نتایجو پریکړې وکړي چې دا ښه دي که دا بد دي.»

هغه دا هم ویلي چې حکومت باید تر راتلونکې یکشنبې پورې د یو پلاوي پر ټاکلو پرېکړه وکړي.

حامد کرزي څو ورځې وړاندې د عبدرب الرسول په ملګرتیا له اشرف غني سره ناسته درلوده، چې اجراییه ریاست هغه ناسته د سولې د همغږۍ هڅه وبلله، خو ځينو سرچینو ویلي چې په یاده ناسته کې د اشرف غني ټینګار دا و، چې کرزی د قطر له غونډې پښېمانه کړي، خو بریالی نه شو.

دوه ورځې وړاندې خواله رسنیو کې د قطر ناستې د ممکنه ګډونوالو یو لیست خپور شو، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هغه لیست ناتایید شوی وګاڼه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

د افغانستان د اوسنی حالت مسُول همدا درواغجن، مکار، دوه مخی، شیطان، چوکی پرست، غل، ماده پرست، ټګمار، او………….کرزی دی. اواوس د نهنګ غوندی اوښکی تویوی.

جميل

که کرزی دی يا غنی او يا نور نوی او زاړه لوړپوړی غلامان ټوله د سی آی ای سناريو لولی ، کنه دا څنګه کيدای شی چی د ولسمشر د اجازی پرته دی دا ټوله بيواکه بګيلان د کابل نه قطر ته ولاړ شی .

دوکتور غروال

کرزای خانه د تاسو غونډه په قطر کښي هیڅ ملی بڼه نلری بلکه د قاتلانو او ډالرو چپاولګرو بڼه لری که تاسی کښی اندکترین داسلامی او افغانی اخلاقو نښانی درلودای نو تاسی غله او د قاتلانو او چپاولګرو رهبر به د ملت د احترام په خاطر به د غلا شوی قصر کوم کنج کښي د غله په شان پټ ناست وای اما لیده کیږی چی تاسی ددی صفاتو څخه بی برخی یاستۍ !!!

غمی،پښتین

ښی چاری.
غونډی خو ډیری وشوی لکه راوالپنډی غونډه،بن غونډه ،مسکو غونډه.حتی د ڼنه مکه کرمه کی غونډی، قسمونه وشوی.خو جنګ ونه دریده بلکه نور هم وپسی تېز شو.
فکر نه کوم دا غونډه هم کومه کومه نتیجه ورکړی.
د غونډی ځای اسلام اباد ،او غونډه له تور پنجابی سره .نوری غونډی هسی چکری وهل او د وخت ضایع کیدل دی.

حکیمي

غمی خانه له پنجاب سره خواشرپ عنی ډېرې پټې اوښکاره غونډې وکړې دډیورنډ په لاین یی دسیم غځولو اجازه هم ورکړه خو کومه ګټه یې درته ونکړه
ستاسو دریځ هم منافقانه اوشیطاني غوندې دی کله چي کوم ملګری داستشهادیانو یادونه وکړي بیا ترټولو سولې ته ته لیواله یې
خوچي دریښتیادسولې ځای راشي بیالکه اشرپ غنی بابولالې وایې
اوریښتیا ستاسو په تبصیره دارایې ولې همیشه منفي وي ولې دومره منفوریاست

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x