افغانستانخبرونهنړۍ

افغانان په خپل هیواد کې د ناټو ماموریت څنګه ارزوي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ناټو په ماموریت اتلس کلونه اوړي، ازادی رادیو د یاد ماموریت د پایلو په اړه له خپلو مینوالو نظر غوښتی، دا چې افغانان یاد ماموریت څنګه ارزوي او ددوی په ژوند یې څه اغېز پرېښی په یاده نظر پوښتنه باندې له شوو تبصرو یې څرک لګوو.
د اسدالله اسد په نوم یو تن لیکي « هېڅ مثبته نتيجه يې نه ده ورکړي، دلته يې وحشتونه راوړي ، د دوى د بمباريو او چاپو له لاسه هره شپه کريغې، فرياد او سلګۍ وي».
نجیب الله احساس لیکي « د ډالرو او وینو ډک ماموریت وو خو؛ البته اوس هم د ډالرو مستان وايي:
که چیرې د وینې تویدل او دبمونو اوریدل بند شي شاهد ډالر هم ورسره بند شي نو ځکه بايد د وینې تویدل دوام ولرې تر څو موږ بې خرڅه نه شو».
مولوي انور شاه لیکي« افغانستان نه يي سم جهنم جوړ کړی هره ورځ چاپي بمباردونه وژني قتلونه جنازي فاتحي حتی خلک يي په قبرونو ايستلو ستړي کړل ، نه يي ښه حکومت جوړ کړ او نه يي مخدره مواد ورک کړل نه يي جګړه بنده کړه ، بلکي جګړه زياته شوه مخدره مواد کښت زيات شو اداري فساد اوج ته رسيدلی خلک دفساد له لاسه پوزي ته راغلي لنډه دا افغانستان نه يي دجهنم يوه کنده جوړه کړي».
د «انجینر حمیدالله صالحي» په نامه یو بل تن لیکي « تراوسه پوری یی هم زړه ندی یخ شوی ۴۵۰۰۰ دولت سربازان مړه شول ۴۵۰۰۰ به طالبان مړه شوی وی ۹۰۰۰۰ بی ګناه خلک مړه شول تراوسه هدف ته هم ندی رسیدلی».
عزیزالله نوزادي لیکي « ډېر بد، ځکه چي ددوى په راتګ سره زموږ په زرهاو افغانان شهيدان ، زخميان او بى کوره سول، فحشا ، اخلاقي فساد ، اداري فساد ، سود خوري ، حرام خوري ، بچه بازي ، زن بازى ، شراب خوري ، او بې امنيتي د دوى د راتګ سره شروع شول او دا مراث يى موږ ته را پرېښودى».
یاده دې وي چې؛ ناټو د نړۍ تر ټولو ستر دفاعي امنیتي سازمان دی چې وړمه ورځ یې له جوړېدو «۷۰» کلونه تېر شول، دغه سازمان چې د نړۍ قوي هیوادونه یې غړيتوب لري دنړۍ په ګڼو هیوادونو کې ماموریتونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

ناټوزموږڅخه ارامی، سوکالی اوسوله واخسته او په بدل کی یی پر موږغله، لوچک، چپاولګر، قاتلین، شرابیان، لوطیان، زانیان، خماربازان، رشوت خواران، غاصبین، بی دینه، مفسدین، قطاع الطریقه، ډمان، رقاصان(رقاصی)، فاحشی، زورګویان، انسان تښتونکی، اوپه نورو اجتماعی او روانی ناروغیواخته کسان یی پر موږآمرین وګمارل.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x