ورزش

محمد نبي د لوبې رُخ بدلونکی لوبغاړی شو – ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وری، ۱۳۹۸ل): افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي چې د سنرایزر حیدراباد له خوا لوبیږي نن د ډهلي کپیټلز پر وړاندې د لوبې رُخ بدلوونکی لوبغاړی شو.

محمد نبي نن په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې، دوه مهم لوبغاړي يې وسوځول او دوه کیچونه یې واخیستل.

نوموړی چې په پریزیډنټ یا «رییس» باندې مشهور دی په توپ وهنه کې هم وځلید او په ۹ بالونو ۱۷ منډې جوړې کړې او د حیدراباد لپاره یې لوبه وګټله.

د لوبې هایلایټس:

نبي تر دې دمه په روان آی پي ایل کې شپږ ویکټې اخیستي دي.په آی پي ایل کې د نبي له ریکارډونو څخه یو دا هم دی چې په ټولو هغو لوبو کې چې نوموړی لوبیدلی سنرایزر حیدراباد ګټلي دي. نبي تر دې دمه په آی پي ایل کې ۷ ځل لوبیدلی او حیدراباد دغه ټولې لوبې ګټلي دي.

د یادونې وړ ده چې په نننۍ لوبه کې راشدخان هم ښه وځلید، هغه په ۴ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او یوه ویکټ يې واخیستله.

راشد خان او نبي مرکه:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x