نړۍ

سعودي د خاشقجي اولادونو ته میلیونونه ریال دیت ورکړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وری، ۱۳۹۸ل): د سعودي شاهي حکومت د مشهور خبریال جمال خاشقجي اولادونو ته میلیونونه ریال دیت ورکړی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د سعودي شاهي حکومت غواړي چې د دوی له خوا د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي له کورنۍ سره اوږده مهال تفاهم ته ورسیږي او یاده کورنۍ نور له نیوکو لاس پر سر شي.

د ريپورټونو له مخې د سعودي حکومت د خاشقجي اولادونو ته د ۱۵ میلیونه ریالو (تقریبا ۴ میلیونه ډالر) په اندازه کورونه ورکړي او هم یې څلور اولادونو ته یو یو میلیون ریال (۲۶۷زره ډالر) ورکړي دي او تر دې وروسته به هره میاشت د ۱۰ تر ۱۵ زره ډالرو پورې مصارف هم ورکول کیږي.

د راپور له مخې د خاشقجي کورنۍ د سعودي حکومت سره د قضیې د ختمولو لپاره له ۱۰۰ تر ۲۰۰ میلیونه ریالو (۲۶.۷ تر ۵۳.۳ میلیونه ډالرو) پورې غوښتنه کوي.

د یادونې وړ ده چې د سعودي څارګرې ادارې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکوال جمال خاشقجي تیر کال د ترکیې په استنبول ښار کې د سعودي د قونسلګرۍ دننه و وژلو.

سعودي په پیل کې د هغه په بې درکۍ کې له لاس لرلو انکار کاوه خو وروسته یې ومنله چې خاشقجي په قونسلګرۍ کې دننه وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x