فارن پالیسي: هند د پاکستان هېڅ F-16 جيټ الوتکه نه ده ویشتلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د دفاع وزارت مسوولینو فارن پالیسي ته ویلي چې دوی پاکستان ته تللي او هلته يې ټولې F-16 جیټ الوتکې شمارلي چې په حساب پوره دي.

هند او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي پر مهال هند ادعا وکړه چې د هند هوايي ځواکونو قومندان ابينندن ورتمن Abhinandan Varthaman په هوايي نښته کې د پاکستان F-16 ډوله جیټ الوتکه غورځولې ده.

ابینندن تر دغې هوايي نښتې وروسته پاکستان په خپله خاوره ژوندی ونیولو او وروسته یې د تاوتریخوالي د کمیدو په موخه خوشې کړ.

د راپور له مخې لوړ پوړو امریکايي چارواکي چې د F-16 جیټ الوتکو په اړه مستقیم معلومات لري فارن پالیسي ته ویلي چې پاکستان، امریکايي مسوولین دغه هیواد ته بللي ول څو د شوې موافقې له مخې د F-16 جيټ الوتکې خپله شماري.

امریکايي دفاعي چارواکو زیاته کړې چې د نښتو له کبله ځینې الوتکې د پلټنې لپاره سمدلاسه موجودې نه وې او له همدې کبله د F-16 الوتکو شمیرنې څو اونۍ وخت ونیولو.

دوی ویلي چې اوس یې شمیرنه پای ته رسیدلې او ټولې الوتکې چې د امریکا له خوا پر پاکستان خرڅې شوي موجودې وې.
د امریکا د دفاع وزارت یو بل مسوول هم فارن پالیسي ته منلې چې دوی د پاکستان F-16 الوتکې شمیرلي چې هېڅ یوه یې ورکه نه وه.

د پېښې په تړاو شواهد ښيي چې پاکستان د هند سره په جګړه کې F-16 استعماله کړې ده. د پېښې ځای سره نیږدې امریکايي AIM-120 مزایل توکړې موندل شوي چې یواځې F-16 الوتکې د دغه مزایل استعمال کولای شي.

هند له امریکا غوښتي وو چې د پېښې په تړاو څېړنې وکړي ځکه د دوی په باور د پاکستان سره د شوې موافقې له مخې F-16 جیټ الوتکې یواځې د ترهګرو خلاف استعمالیدلای شي.

خو امریکايي چارواکي بیا وايي چې له پاکستان سره په موافقه کې داسې څه نشته دی چې د F-16 الوتکې استعمال محدود کړي.

دوی ویلي، دا ډیر سادتوب چې موږ پر پاکستان نظامي تجهیزات خرڅوو خو دوی دې يې بیا په جګړه کې نشي استفاده کولای.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د