په اسلام کي ټيټ همتي کسان سخت غندل سوي دي

له عربي منابعو څخه د عبدالمالک همت ټولونه او ژباړه

دلته موږ د يوې ډېري مهمي موضوع په هکله خبري کوو او هغه داده چي ډېر خلک د لوړتيا او با همته ژوند پر ځای ټيټ ژوند او د ښو او غورو چارو د تر سره کولو پر ځای د ټيټو او رذيلو چارو تر سره کول غوره ګڼي. نو دا چي ډېر خلک ټيټ او خسيس ژوند خوښوي او قناعت پر کوي، د دې لامل څه دی؟ علمای کرام کثر الله امثالهم دې پوښتني ته داسي ځواب ورکوي: هغه لامل چي ډېر خلک د ساده او ادنی چارو کومي چي نه ګټه ور رسوي او نه تاوان خوښولو او قناعت په کولو ته وربولي د علم فساد، جهل او ناپوهي او د همت ضعف دی. کله چي علم او پوهه سمه او سالمه سي، جهل له منځه ولاړ سي، هوډ او تکل ټينګ او پياوړی سي او همت لوړ او ستر سي، نو انسان د لویو، غټو او ارزښتناکو کارونو د کولو په تکل کي سي. خو د ځينو کسانو يوازينی هم او غم او موخه داوي چي څنګه خپله ګېډه مړه کړي، څو د ده په اند له لوږي ونه مري، څنګه د څښنګ اوبه پيدا کړي چي خپله تنده په ماته کړي او کالي پيدا کړي چي ځان په پټ کړي. خو دا ډېري ناوړي او بې ارزښته موخي دي، دا ټيټي هيلي ان د جاهليت په زمانه کي لا چا نه خوښولې.

د جاهليت د مهال خلکو به دغسي څوک چي د دغسي ټيټو موخو لپاره کار کاوه سخت غندی:

کله چي د اسلام د سپېڅلي دين لمر راوخوت خپل منونکي يې د لوړ همت ترلاسه کولو او په ځان کي اغږلو ته وهڅول او ټيټ همت يې په کلکه وغانده، مسلمانانو ته يې څرګنده کړه چي ټيټ همت او ټيټتيا له ډېرو لوېدلو او رذيلو اخلاقو څخه باله سي، د فضل او پت او بشپړو او د عقل د خاوندانو سره هيڅ نه ښايي او لارښوونه يې ورته وکړه چي له دې رذيلې او نقيصې څخه په کلکه ځانونه وساتي. قرآن کريم له دې بد خلق څخه مسلمانان په ډول ډول اساليبو منع کړي دي، لکه چي يو ځای لوی څښتن سبحانه د ټيټ او لوېدلي همت څښتنان په ډېر بد او ناوړه انځور سره انځر کړي دي او داسي فرمايي:

﴿وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانْسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ * وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِنْ تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَثْ ذَلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ﴾ [الأعراف: 175، 176].

ژباړه: او (اى پيغمبره!) ستا امت ته (د بني اسرائيلو) د هغه سړي پېښه (حال) واوروه، چي موږ د خپلو آيتونو (دلايلو) پوهه ورکړې وه، خو هغه دغه آيتونه (په نه عمل کولو سره) ګردسره پرې ښوول (د هغو په اړه يې کفر غوره کړ او شاته يې وغورځول او خپل ځان يې له هغې څخه خالي کړ). پاى

شيطان په پسې سو (او تېر يې ايست)، چي په پايله کي(د خپل پالونکى له امر څخه د مخالفت او د شيطان د خبري د منلو له امله) له لار ورکو (هلاکېدونکو) څخه سو. او که موږ غوښتي واى ، نو د دغو آيتونو په برکت به مو هغه سر لوړى کړى واى(او په عمل سره به مو قدر او منزلت ورزيات کړى واى)، خو هغه په دنيا پوري ونښت (دنيا ته يې تمايل وښود؛ دنيا پال سو) او د خپلي هوا متابعت يې وکړ (په خپلو نفساني غوښتنو پسي روان سو، د دنيا خوندونه او شهوتونه يې پر آخرت غوره کړه ، د الله له طاعت څخه يې ډډه وکړه او د هغه د احکامو مخالفت يې وکړ). ځکه نو (په ټيټتيا کي) د هغه مثال د سپې غوندي دى چي که يې چغه کړې(وارى پر وکړې او ويې شړې) هم له خولې څخه ژبه اوږده راباسي او که يې(پر دغه حال) پرېږدې (په ده کي د دې بد عادت د اغېز له امله) هم ژبه اوږده راباسي. دا (کټ مټ)د هغو خلکو مثال دى چي زموږ آيتونه درواغ ګڼي(هغه کسان چي د لوى څښتن له آيتونو څخه ډډه کوي او پر خپل کفر پاتيږي هم همدغسي دي، که ته اى پيغمبره! د خپل دعوت په باب تبليغ ورته وکړې او که يې ورته ونه کړې دا د دغو کسانو حال او صفت دى ، دوى تر دې دمخه لا چي دوى ته د لارښووني او رسالت سره ورسې بې لاري وه).ته(اى پيغمبره!) دا (د تېرو سوو ولسونو حال او) پيښي دوى ته اوروه(دوى ته ستا له خوا د دې پېښو په اورولو کي لويه معجزه ده)، ښايي چي دوى(ستا قوم پر هغه څه چي تا ورته وروړي دي) څه غور او پام وکړي(او ايمان درباندي راوړي).

بل ځای قرآن کريم هغه منافقان چي د خدای په لار کي جهاد ته نه تلل د هغو د ټيټ همت او په ټيټتياکي د ژوند کولو له امله داسي زيات غندلي او سپک معرفي کړي دي:

﴿ رَضُوا بِأَنْ يَكُونُوا مَعَ الْخَوَالِفِ ﴾[التوبة:۸۷].
ژباړه: دغه منافقين (د ټيټتيا او بې ننګى) په دې (پېغور) خوښ دي چي له جهاد څخه د پاته سوو (ښځو، کوچنيانو او معذورو کسانو) سره (په کورونو کي) واوسي.

همداراز لوی څښتن فرمايي:

﴿ وَلَوْ أَرَادُوا الْخُرُوجَ لَأَعَدُّوا لَهُ عُدَّةً وَلَكِنْ كَرِهَ اللهُ انْبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِيلَ اقْعُدُوا مَعَ الْقَاعِدِينَ ﴾[التوبة:۴۶].
ژباړه: که هغو(منافقانو) په رښتيا سره (اى نبي ! ستا سره) جهاد ته د وتلو اراده درلوداى، نو د هغه لپاره به يې (د خپل وس سره سم د لاري د توښې په برابرولو سره) څه ناڅه چمتو والى ښوولى واى. خو الله جهاد ته د دوى وردانګل خوښ نه کړل، ځکه يې نو (د خپلي قضا او قدر پر بنسټ) هغوى له جهاده وګرځول (هغو ته يې جهاد ته تلل دروند کار وايساوه او سست يې کړل، که څه هم د اسلامي شريعت له مخي امر ورته سوى وو) او ورته وويل سول چي تاسي هم د ناستو کسانو سره (د ناروغو، ضعيفانو، ښځو او کوچنيانو سره) کښېنئ.

بل ځای لوی څښتن سبحانه وتعالی هغه کسان چي پر آخرت باندي د دې دنيا ژوند غوره کوي او د دې دنيا ژوند د دوی لوی مقصد او د دوی دعلم او پوهي هدف او غايه ګرځوي تقبيح کړي او ترټلي دي. دغه غوره والی يې د همت د خست او ټيټوالي له ډېرو بدو نخښو څخه بللی دی او دا يې داسي
يو ټيټوالی او تنزل ګڼلی دی چي مومن بايد په کلکه له هغه څخه ځان ليري او لوړ کړي، لکه چي فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ﴾[التوبة:۳۸].

ژباړه: اى هغو کسانو چي الله او پيغمبر يې رښتيني بولئ او په شريعت يې کړنه کوئ ! په تاسي څه سوي دي چي کله تاسي ته وويل سي چي د الله په لار کي (د خپلو دښمنانو سره د جهاد لپاره) ووزئ، نو تاسي داسي درانه سئ چي په ځمکه پوري ونښلئ؟ (سست او لټ سئ او په کورونو کي کښېنئ او جهاد ته نه ځئ؟). آيا تاسي د آخرت (د ښو او ښاديو) په وړاندي د دنيا ژوند غوره کړى دى؟ (دنيوي خوندونه مو خوښ کړي دي؟ که داسي وي) نو(په ياد ولرئ چي) د دنيوي ژوندانه خوند او متاع (چي تاسي ګټه ځني اخلئ) د آخرت د خوند او متاع په وړاندي له لږ څه (له منځه تلونکي لږ شي) پرته بل هيڅ هم نه دي. (خو د هغې دنيا هغه ښې اوښادۍ چي لوى څښتن د مجاهدو مسلمانانو لپاره چمتو کړي دي ډېري او تل تر تله دي).

بل ځای لوی څښتن سبحانه هغه یهود چي علم يې درلود، خو په خپل علم يې عمل نه کاوه د خرو سره مشابه کړي دي او وايي:

﴿مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللهِ وَاللهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ﴾[الجمعة:۵].
ژباړه: د هغو کسانو(يهودو) چي د تورات د لارښوونو په پلي کولو مکلف سوي وه، خو دغه مکلفيتونه يې تر سره نه کړل او پرې يې ښوول، د هغو مثال د هغه خره دی چي غټ – غټ کتابونه پر بار سوي وي (، خو هغه نه پوهيږي چي څه شي پر بار سوي دي، آيا کتابونه پر بار سوي دي که کوم بل څه ؟) د هغو کسانو چي د الله آيتونه يې درواغ وګڼل مثال ډېر بد دی او الله دغسي ظالم وګړي حق ته پر رسېدو باندي نه بريالي کوي. پای

ــــــــــــــ

ومنها أنه وصفَ اليهود الذين علموا فلم يعملوا بعلمهم، وشبَّههم بالحمار، فقال تعالى : “مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللهِ وَاللهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ” [الجمعة: 5] ، وقال عنهم أيضًا : “وَعُلِّمْتُمْ مَا لَمْ تَعْلَمُوا” [الأنعام: 91] .

أسباب ضعف الهمم وانحطاطها ”

لضعف الهمم وانحطاطها ودنوِّها أسباب كثيرة، نذكر منها على وجه الاختصار :

1- الوهن : وهو كما فسره النبي صلى الله عليه وسلم :«حب الدنيا وكراهية الموت» (رواه أحمد وصححه الألباني).
أما حب الدنيا : فهو رأس كلِّ خطيئة، وهو أصل التثاقل إلى الأرض، وسبب استئثار الشهوات والانغماس في الملذَّات والتنافس على دار الغرور .
أما كراهية الموت : فثمرة حبِّ الدنيا والحرص على متاعها، مع تخريب الآخرة، وهما صنوان لا يفترقان، ووجودهما يُورث الجبن والهمَّة العالية لا تسكن القلب الجبان .

2- وجود الإنسان في بيئة أو مجتمع ساقط الهمَّة :
فالبيئة التي تحيط بالإنسان لها دورٌ كبيرٌ في علوِّ همَّته أو سفولها وانحطاطها، فقد تكون سببًا في ترقيه وسموِّ همَّته وتشجيعه على طلب المعالي والعظائم، وقد تكون سببًا في عكس ذلك كالبيئة بالنسبة للنبات، فهي، إن كانت صالحة نما النبات وترعرع وإن كانت سيئة ضعف ومات .

3- ضعف التربية المنزلية أو فسادها :
وهذا السبب أخصُّ من سابقه، وذلك لأنَّ البيت هو المدرسة الأولى التي يتربَّى فيها الولد قبل أن تُربِّيه المدرسة أو البيئة وهو مدينٌ لوالديه في سُلوكه المستقيم/ كما أنهما مسئولان عن فساده وانحرافه .. والبيت الذي يُربَّى أولاده على الميوعة والترف والإسراف والخوف والجبن والهلع والفزع لا يمكن أن ينشأ أولاده على علوِّ الهمَّة، أو يتربَّوا على معالي الأمور، والعكس صحيح .

4- الاستجابة للصوارف الأسرية :
من زوجة وأولاد، و استغراق الجهد في التوسُّع في تحقيق مطالبهم، فالزوجة والأولاد قد يكونون فتنةً للرجل حيث يصدُّونه عن العبادة وعن طلب العلم والسعي إلى المعالي ويثنونه عن مراده، وذلك بسبب كثرة طلباتهم وتخذيلهم له، ولهذا قال ربنا عز وجل : “وَاعْلَمُوا أَنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ” [الأنفال: 28] .
وقال سبحانه : “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ” [التغابن: 14] .

5- الكسل والفتور :
وهما عائقان خطيران، ولا بدَّ للمرء من البعد عنهما لأنهما قاتلان للهمَّة مُذهِبان لها، وقد قيل : «ما لزم أحد الدعَّة إلا ذلَّ، وحُب الهوينى يُكسب الذل، وحب الكفاية أي الاكتفاء بما عليه وعدم الرغبة في الارتقاء- مفتاح العجز» .

6- صحبة البطالين ومرافقة ساقطي الهمَّة :
الذين كلما هم الإنسان جذبوه إليهم وقالوا له : «أمامك ليلٌ طويلُ فارقُد» والطبع يسرق منهم، والمرء يتأثر بعادات وأخلاق جليسه، وصُحبة هؤلاء تعُوق المرء عن همَّته وتُثنيه عن عزيمته وتحول بينه وبين طلب المعالي وقد قيل :
ولا تجلس إلى أهل الدنايا فإنَّ خلائق السفهاء تُعدي

7- كثرة الزيارات للأقارب والأصحاب :
وإهدار الوقت في فضول المباحات، وفيما لا يعود بمنفعة أو فائدة في الدنيا والآخرة، فهذا مما يصرف الإنسان عن طلب المعالي، ويؤدِّي إلى ضياع عمره، وصدق من قال : «إذا طال المجلس صار للشيطان فيه نصيب» .

8- متابعة وسائل الإعلام الهابطة :
التي تُثبط الهمم وتخنق المواهب وتُكبت الطاقات وتخرب العقول، وتزرع في الناس ازدرَاء النفس، وتعمق فيهم احتقار الذات والشعور بالدونية، وتقود الناس إلى الهاوية، وتقتل المروءة والرجولة، وتؤدِّي إلى انحطاط الهمم ودنوِّها .

9- الانحراف في فهم العقيدة :
وخاصة مسألة القضاء والقدر، وعدم تحقيق التوكُّل على الله حق توكُّله، وعدم الأخذ بالأسباب، فهذه من أعظم مُثبطات الهمم ومضعفات العزائم، وقاتلات لكلِّ حماسٍ وتطلُّع إلى العلو، ومبدلات للعزِّ بالذل، والعلم بالجهل، والنشاط بالبطالة، والتقدُّم بالانحدار والسقوط .

10- ملاحظة الناس وتقليدهم تقليدًا أعمى :
ولا شكَّ أن أكثر الخلق مفرطون، وهم في الغفلة غارقون، وهم صوارف عن الهمَّة العلية، يقول ابن القيم رحمه الله : «فما على العبد أضر من عشائره وأبناء جنسه، فنظره قاصر، وهمَّته واقفة عند التشبه بهم وتقليدهم، والسلوك أين يسلكون حتى لو ليدخلوا جحر ضب لأحب أن يدخل معهم» .

11- العشق : لأنَّ صاحبه يحصر همَّته في حصول معشوقه، فيلهيه ذلك عن حبِّ الله ورسوله، كما أنَّ العشق يمنع القرار، ويسلب المنام، ويحدث الجنون، ويتلف الدين والدنيا، والمال والعرض والنفس، ويصير الملك عبدًا فهو من أقوى أسباب ضعف الهمم وانحطاطها .

12- الإعجاب بالنفس والاستبداد بالرأي :
وهذا آية الجهل، ودليل السفه ونقص العقل، يمنع المرء من الاستفادة من عقول الآخرين والاستنارة بآرائهم وتجاربهم والعكس صحيح، فالمبالغة في احتقار النفس تقتل الطموح، وتُفقِد الإنسان الثقة بنفسه، واستشارة من ليس أهلاً لها تورد المهالك، وتُثنِي عن المعالي .

13- التردُّد المذموم والاندفاع الزائد :
وكلاهما مذمومٌ حيث يؤدِّيان إلى ضعف العزيمة وموت الهمَّة وصدق من قال :
إذَا كُنتَ ذَا رَ أيٍ فَكُنْ ذَا عَزِيمَةٍ فَإنَّ فسَادَ الرَّأيِ أنْ تَتَرَدَّدَا

14- الحسد والطمع والجشع :
وكلُّها من موجبات سقوط الهمَّة، وسقوط الجاه والمنزلة، فالحاسد والطمَّاع والجشع لا تعلو لهم مكانة، ولا ترتفع لهم منزلة، لأنهم دنيئي الهمَّة مُهيني النفس .

15- الذنوب والمعاصي :
وهذا السبب جامعٌ لكلِّ ما مضى، والذنوب تجعل صاحبها من السفلة بعد أن كان مُهيَّئًا لأن يكون من العليَّة، وتورث الذُل، وتُفسِد العقل، وتُذهِب الحياء، وتُصغِّر النفس، وتُنسِي العبد نفسه، وكلُّ هذه الأمور من أسباب دنوِّ الهمم وانحطاطها .

avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

محترم المقام عالیقدره وروره ! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته — وبعد: تاسو هغه لاندي عبارتونه چې تر قرآن کریم وروسته — ډیر ګټور مفاهیم لري نه دي ژباړلی په حکمت یې نه پوهیږم — دا به خو خاص پس فطرتانو(لکه سیاف ،غني ، کرزی اونور داسي )ته خطاب نه وي ؟ والسلام

غوربندي
میلمه
غوربندي

کرزی او غني او سياف و امثالهم ټيت همته نه دی ،،، هغوی دون همته دي.

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

دروند ورور محمد صاحب وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته! کيسه داسي ده چي پورته پښتو سوې مقاله مي له يوې بشپړي عربي ليکني څخه وژباړل. خو بيا څه بې مقدمې غوندي راته ښکاره سوه. نو د دې لپاره چي په يومقدار سريزه ور اضافه کولو څه خوندوره سي، په انټرنيټ کی وګرځېدم د يوې بلي عربي مقالې سريزه مي را واخيسته، ومي ژباړل د دغي مقالې به سرکي مي د سريزي په توګه ورکړه چي په دې توګه مي ـ البته زما په نظر ـ مقاله څه خوندوره غوندي کړه. او دا بله عربي مقاله «أسباب ضعف الهمم وانحطاطها »… نور لوستل »