نظــر

روبوټان څوک دي ؟

عمر عماد

تاسي به ډیر ملحدان لیدلي وي چې مسلمانان د ( م‍ذهبي روبوټان ) په نوم ستایي ، خو راځئ وګورو چې که موږ روبوټان یو ، هغوی څومره د فکر او عمل خپلواکي لري ؟

هغوی دا مني چې دا له تصوره پراخ – بلکې لا یتناهي- کائنات له یوې خورا کوچنۍ ‌ذرې څخه پیدا شوي دي، خو چې ورته ووایې دلیل دې څه دی ؟ وایي دا د بیګ بینګ ساینسي نظریه ده ځکه یې په پټو سترګو منو .

چې بیا ورته ووایي چې هغه کوچنۍ ‌ذره له کومه شوې وه ؟ وایي: نه یو خبر ، په دې هکله ساینس هم عاجز دی .

چې بیا ترې پوښتنه وکړو چې د فیزیکي او کیمیاوي قوانینو له مخې هیڅ شی پرته له خارجي اغیزې تغییر نه کوي ، نو هغه ذره څنګه وچاودیده ؟ ځکه هلته خو بهرنۍ اغیزه هیڅ موجوده نه وه ؟ وایي : نه پوهیږو .

چې بیا ترې پوښتنه وکړو چې هغه ذره په کوم ځای کې وه ؟ باید ووایي چې دا سوال اصلا غلط دی ځکه چې هغه وخت زمان او مکان موجود نه وو .

خو موږ چې وایو دغه کائنات الله تعالی په خپل قدرت ، یا له هماغې کوچنۍ ‌‌ذرې او یا له ، نیسته هست کړي دي . نو موږ بیا روبوټان او هغوی د
خپلواک فکر خاوندان شول !

او موږ چې وایو موږ ته د الله مکان معلوم نه دی ، ځکه چې هغه نه د دې کائناتو سره مشابهت لري، او نه پکې دننه دی ، تر څو پرې قیاس شي، بلکې له دې کائناتو بهر دی ، او د هغه په نسبت زمان او مکان وجود نه لري . نو موږ بیا روبوټان ، او هغوی د خپلواک فکر خاوندان شول!

هغوی وایي دا منئ چې د هماغې کوچنۍ ذرې چاودنه دومره ځواکمنه وه چې د څو ثانیو په ترڅ کې د هغې ذرې مکونات – چې دا پراخه کائنات ترې جوړ شول – ملیاردونه کیلو میتره لیري خواره واره شول ، چې د کائناتو بنسټ یې جوړ کړ ، او بیا په تدریج سره او کرار کرار دا نور کهکشانونه او ستوري او نور شیان جوړ شول . هغوی دا هر څه په پټو سترګو مني ، ځکه چې ساینسي نظریه همداسې اټکل کوي.

خو موږ چې وایو دا کائنات او دا نړۍالله تعالی په تدریج سره په شپږو ورځو ( پړاونو ) کې جوړه کړې ده ، نو موږ بیا روبوټان او هغوی د خپلواک فکر خاوندان شول !

هغوی دا خبره مني چې کائنات لا هم پسې پراخیږي.

خو موږ چې وایو دا خبره لا پخوا زموږ قرآن کړې ده چې الله تعالی دا کائنات نور هم سره پراخوي ( والسماءَ بنیناها بأيدٍ وإنّا لَمُوسِعون) ، نو موږ بیا روبوټان ، او هغوی خپلواک فکره شول !

هغوی د ستر انقباض ( Big Crunch ) د نظریې له مخې دا خبره مني چې په کائناتو کې به یو وخت د ګرمو اجسامو حرارت او د یخو د یخوالي درجه سره برابره کیږي ، او هغه وخت به کیمیاوي تعاملات ختمیږي او نړۍ به بیرته د یو ستر انقباض په پایله کې بیرته سرهدهماغه یوه ټکي ته راټولیږي .

خو موږ چې وایو الله تعالی به یو وخت دغه کائنات سره رانغاړي، او بیرته به یې هغې حالت ته ورګرځوي کوم چې خلقت یې له هغې پیل کړی و (يَوْمَ نَطْوِي السَّمَاءَ كَطَيِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ نُعِيدُهُ وَعْدًا عَلَيْنَا إِنَّا كُنَّا فَاعِلِينَ) [الأنبياء: 104] ، نو بیا موږ روبوټان او هغوی د خپلواک فکر څښتنان شول !

هغوی وایي: چې ملیونونه کاله مخکې په سمندر کې د عناصرو تر مینځ د کیمیایي تعامل په پایله کې ژوند پیل شو . چې ترې پوښتنه وکړو : هغه شرائط چې دغه کیمیاوي تعامل پکې وشو کوم دی ؟ وایي خبر نه یو ، ځکه اټکل کیږي چې هغه ځانګړي شرائط وو او بیا نه تکراریږي. دوی دا هم مني چې بیا هماغه اول پیدا شوی ژوی – چې غالبا په سترګو هم نه لیدل کیده – د میلیونونو کالو په ترڅ کې تکامل وکړ چې په پرله پسې توګه د نړۍ ستر ستر حیوانات ، او په پایله کې دا ښکلی – خو په ورته وخت کې خورا پیچلی – انسان ترې جوړ شو ، هغه انسان چې بدن یې له سل تریلیون داسې حجرو جوړ شوی دی چې په سترګو نه ښکاري ، او هره حجره یې په ټول دقت خپله دنده د یوې منظمې ادارې په توګه ترسره کوي ، حجره خو لا څه چې په مینځ کې یې ډي این اې ځای لري چې د هر انسان د ځانګړو اسرارو او ځانګړتیاوو خزانه ده ، او د نړۍ پر مخ د دوو انسانانو ډی این ای سل سلنه یو شان نه وي.

دوی دا هر څه مني خو چې ترې پوښتنه وکړو چې د عقل تقاضا خو دا ده چې یو شی په بل شي بدل شي نو هغه اول باید نه وي ، نو بیا څه رنګه دا ټول ژوي د تغییر او تکامل سره سره بیا هم هر یو په خپل اصلي شکل هم پاته دي ؟ وایي چې هلته ځانګړي شرائط وو ، چې ځینو یې تغییر وکړ او ځینې یې په خپل حالت پاته شول .

نو چې بیا ترې پوښتنه وکړو چې دا شرائط کوم دي ؟ وایي : نه پوهیږو .

چې بیا ورته ووایو : ښه دا به جدلا ومنو چې په سمندر کې ژوندی شی راپیدا شو ، او بیا هغه تکامل وکړ او ستر شو ، نو دا شعور او احساس پکې څرنګه راپیدا شو ؟ بیا دا عقل او عاطفه پکې له کومه شول ؟ یا به وایي چي : نه پوهیږو ، او یا به وایي چې دا هر څه د تکامل پایله ده ، او دا چې ولې دا د تکامل پایله ده په دې هم نه پوهیږو ، او یا به وایي چې دا هر څه په تصادفي توګه پیدا شوي دي، او یا به وایي چې دا هر څه ورته طبیعت د هغوی د اړتیاوو له مخې ورکړیږي دي… دوی دا ټولې خبرې په پټو سترګو مني ، ځکه چې ددوی د الحادي مزاج سره اړخ لګوي ، خو دوی بیا د خپلواکه فکر خاوندان شول .

خو چې موږ بیا وایو الله تعالی هر جنس له اوله همداسې او مستقل پیدا کړی دی ، او د هغوی خپل مینځي ظاهري او یا د ډی این ای مشابهت او ورته والی د تکامل نښه نه بلکې د دې نښه ده چې جوړوونکی او پیدا کوونکی یې یو دی ، نو بیا مونږ روبوټان شو !

هو ، هغوی وایې چې طبیعت هر حیوان ته د هغه د اړتیا برابر بدني جوړښت ورکړی دی ، مثلا : هغه حیوانات چې واښه خوري هغوی ته یې غاښونه او هغه چې غوښه خوری هغوی ته یې داړې ورکړې دي . هغوی دا کار یو مجهول شي ته منسوبوي، خو موږ چې بیا وایو حیواناتو ته دغه ځانګړتیاوې عالم او قادر ‌‌ذات ورکړې دي ، یعني هغوی د الله صفات مجهول ځواک ( طبیعت ) ته ورکړي دي . نو هغوی بیا خپلواک فکره او موږ روبوټان شولو !

اوس راځو د موضوع بل اړخ ته :

موږ د الله تعالی قانون ته غاړه ایښې ده او په خپله خوښه مو منلی دی . او هغوی که وغواړي اوکه نه وضعي قانون ته به تسلیم وي، خو موږ بیا روبوټان او هغوی د عمل د خپلواکۍڅښتنان دي !

د بیلګې په توګه : موږ وایو چې هر انسان باید یوازې د خپلې میرمنې سره اړیکې ولري ، هغوی وایي چې هر څوک کولای شي د هر چا سره اړیکې ولري ، او که وغواړي نر د نر او ښځه د ښځې ، بلکه د حیوان سره واده وکړي!

موږ وایو چې میراث باید د سړي په خپلوانو وویشل شي، هغوی وایي چې سړی دا حق لري چې له مرګه مخکې حتی سپي او پیشو ته د خپل میراث وصیت وکړي .

موږ وایو چې هر مجرم ته باید داسې سزا ورکړل شي ، او د هغوی قوانین وایي چې هغسي .

موږ وایو چې دغه ډول مالي عقود او معاملات نا روا او منع دي ، او هغوی وایي چې څه باک نه لري….

خو موږ بیا روبوټان یو او هغوی ته ځانونه خپلواک ښکاري !!!

زموږ او د هغوی د فکر او عقیدې ، او د عمل او سلوک بې شمیره جزئیات سره همداسې پرتله کیدلای شي ، چې موږ پکې روبوټان او هغوی بیا ځانونه فکرا او عملا خپلواک بولي . خو که د بیګ بینګ یا د دتکامل نظریه موږ کړې وه نو بیا به خبره بیخې سرچپه وه ، او زموږ په عقلونو به یې ملنډې وهلې!

هو ، که روبوټیټ د الله په شتون او د قرآن په خبرو باور او دشریعت احکامو ته پابندي وي نوموږ روبوټان یو او ویاړو پرې . او که د فکر خپلواکي د الله تعالی له وجوده او له هغو غیبو چې قرآن یې یادونه کړې ده – پرته له کوم معقول دلیل – یوازی امله انکار وي چې د الحادي مزاج سره اړخ لګوي نو بیا موږ له داسې فکري خپلواکۍ تیر یو . او که عملي خپلواکي صرف همدا وي چې د شریعت قانون ته دې څوک پابند نه وي نو بیا موږ په خپل زندان کې خوشحاله یو او تاسې ته دې د دې دنیا جنت مبارک وي .

د دې نه آخوا زموږ اوستاسې د فکر او عمل هیڅ داسې کوم توپیر نشته چې د هغې له مخې دې موږ روبوټان او تاسې خپلواک یاست ، والعکس صحیح ، ځکه چې تاسې د خپلو مادي ګټو روبوټان ، او د خپلو نفسونو سورلۍ یاست ، چې د ژوند په پراخه ډګر کې مو لالهانده یوې خوا او بلې خوا ته ځغلوي ، خو زموږ د ژوند موخې او د ایمان او عمل ساحه معلومه ده اوپه هماغې کې په پوره ډاډ قدم وهو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x