
غزل/ حمدالله فطرت
د کندز د شهيدې مدرسې د تلين په اړه
د حفيظ الدين پيرزاده د شعر په تأثر
بیا د بورې مور سوې نارې راځي
واه خدایه بیا چم ته جنازې راځي
آخ اوس به یې خور په انتظار وی چي
اوس به مې ورورک له مدرسې راځي
سر د مؤذن نشته جسد یې شته
کړیکې له شهیدې منارې راځي
ژوند مو مرثیې او ساندې ساندې دی
وار کله د ژوند د ترانې راځي؟
دلته حلمیاره مسلمان پسې
تورې د یهودو طیارې راځي