افغانستانخبرونهنړۍ

امریکا؛ د جنګي جرمونو د څېړونکې«څارنوالې» وېزه لغوه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶وری، ۱۳۹۸ل):د امریکا متحده ایالاتو د هغه څارنوالې وېزه لغوه کړې؛ چې غوښتل یې د امریکا له لوري په افغانستان کې شوي جنګي جرمونه وڅېړي.

پېټو بینسوډا، چې د جنګي جرمونو د څېړلو د نړیوالې محکمې لوړپوړې غړې ده، په دې وروستیو کې یې غوښتل څو امریکا ته په افغانستان کې دشوو جنګي جرمونو د اسنادو راټولولو لپاره ورشي.

د «بېنسوډا» له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «موږ دا تائیدوو چې؛ امریکا د بېنسوډا وېزه لغوه کړې خو هغه به پرته له کومې وېرې خپله دنده مخ په وړاندې وړي».

د جنګي جرمونو د څېړلو نړیواله محکمه چې؛ په «۲۰۰۲م» کال کې تاسیس شوې، د «۲۰۱۷» کال په نومبر میاشت کې یې خپلو څارونکو ته امر وکړ څو په افغانستان کې د امریکا او متحدینو له لوري شوي جرمونه وڅېړي خو؛  د امریکا له لوري د یادې محکمې دا ګام له توند غبرګون سره مخ شو.

تېره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دې اړه وویل « د جنګي جرمونو د څېړلو نړیوالې محکمې اقدام زموږ د هیواد د قانون ماتولو په معنی دی، زه ددوی په وړاندې د وېزو محدودیت اعلانوم ، موږ به چاته اجازه ورنکړو چې د امریکا او متحدینو د هغه پرسونل کړنې تعقیب کړي چې د خپلو ملتونو د دفاع په لاره کې جنګېږي».

نوموړي همدا راز ویلي وو«زمو ږ د دفاع په لاره کې جنګېدونکي عسکر باید د یو «بې انصافه» تعقیب د وېرې له سیوري سره ژوند ونکړي».

پمپیو ګواښ کړی وو که چېرې یاده محکمه خپل چلند بدل نکړي؛ مالي سرچینې به یې کنګل او ددوی تر څارنې لاندې به راشي.

یاده دې وي چې؛ ۱۲۳ هیوادونه د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب لري خو د امریکا په شمول روسیه، چین او د نړۍ نورو ځواکمنو هیوادونو یې غړیتوب نه دی اخستی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x