اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ګوښه کړل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرکټ بورډ اصغر افغان د ملي لوبډلې د درې فارمټونو یا جوړښتونو له لوبډلمشرۍ ګوښه کړی دی.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د یوې خبري ناستې پر مهال د کرکټ لوبې د درې واړو فارمټونو یا جوړښتونو لپاره نوي لوبډلمشران او مرستیال لوبډلمشران معرفي کړي دي.

د یو ورځنیو لوبو لپاره ګلبدین نایب د لوبډلمشر او ورسره راشدخان د مرستیال لوبډلمشر، د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان او ورسره مرستیال لوبډلمشر شفیق الله شفق او د ټېسټ لپاره رحمت شاه او ورسره مرستیال لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ټاکل شوي دي.

غوراوي کمېټې سربېره پر دې په دغه خبري ناسته کې د سویلي افریقا د تمریناتي کمپ لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله هم اعلان کړه چې له منځه به یې د لوبغاړو د فزیکي جوړښت یا فټنس او ازمایښت وروسته د نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د