
نبي او راشد د اصغرافغان په لرې کیدو توندې نېوکې کړي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه وتلیو لوبغاړو محمد نبي او راشدخان د لوبډلمشر اصغرافغان له ناڅاپه لرې کیدو سره توند مخالفت کړی دی.
محمد نبي او راشد خان په خپلو ټویټر پاڼو د کرکټ بورډ دغه اقدام غیرمناسب او غیرمسوولانه ګڼلی دی.
نبي لیکلي چې دی پر دې باور دی چې د اصغرافغان لرې کولو د اوس وخت لپاره مناسب نه دي. هغه زیاته کړې چې دی شخصا پر دې نظر دی چې اصغر افغان په را روان نړیوال جام کې د افغانستان لوبډلمشر پاتې شي.
په عین حال کې راشدخان هم د اصغرافغان لرې کولو سره توند مخالفت کړی دی.
راشد خان لیکلي چې دوی نړیوال جام په مخ کې لري او اصغرافغان باید د لوبډلمشر په حیث په لوبډله کې پاتې شي.
هغه د کرکټ بورډ دغه اقدام غیرمسوولانه او یو اړخیزه قضاوت ګڼلی.
راشد زیاته کړې:
«په داسې حال کې چې نړیوال جام ته څو میاشتې پاتې دي، د لوبډلمشر تغیرول به په لوبډله کې متردد حالت رامنځته کړي او هم به د لوبډلې مورال ورسره اغیزمن شي».
نبي او راشد دواړو په دغه ټویټونو کې ولمسشر غني، اجراییه رییس ډاکتر عبدالله او د ملي امنیت مشاور ډاکترحمدالله محب ټګ کړي دي.
د یادونې وړ ده چې نن د افغانستان کرکټ بورډ په غیرمتوقع ډول اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ګوښه کړ او پر ځای یې ګلبدین نایب لوبډلمشر وټاکه.