افغانستانخبرونه

د باچاخان مقبره په «۵۴» میلیونه افغانۍ رغول کېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وری، ۱۳۹۸ل):په ننګرهار ولایت کې د باچاخان د مقبرې د ترمیم او رغولو لپاره «۵۴» میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل نن په دې اړه جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وویل « د باچا خان د مزار د جوړېدو چارې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې له لوري څارل کېږي؛  او تمه ده چې د یو کال په موده کې بشپړې شي».

نوموړي زیاته کړه« یاد مزار به په ساختمان سربېره څلور ګمبزې، یو ۴۰متره منار، د موټرو لپاره تمځای او نورې اړینې برخې ولري».

د میاخېل په وینا؛ د باچاخان مزار به د پښتنو د پیوستون د یو سمبول په حیث پاتې شي او په پښتنو کې به د یووالي د عنصر د راټوکېدلو لپاره اغېزمن تمام شي.

یاده دې وي چې؛ د ګډ حکومت دا اقدام د څارونکو او رسنیو د فعالانو تر توندو نیوکو لاندې راغلی، د فعالانو په اند د افغانستان په څېر بېوزلي هیواد کې د یوه قبر لپاره دومره ستر مصارف کول له انصاف لیرې خبره ده.

ګډ حکومت داسې مهال د باچا خان د قبر لپاره  «۵۴» میلیونه افغانۍ ځانګړې کوي چې څو ورځې وړاندې د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د راپور په خپرولو سره وښوده چې؛  هیواد بېوزلۍ ځپلی او تر نیمايي زیات افغانان له فقر کړېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

يو وخت د يونسکو مامورين د څو مليون ډالری بودجی سره افغانستان ته د باميانو د بت بيا رغولوته راغلل ، هغه هيواد چی پر ولس يی د همدی ظالمو له لوری سخت فقر او غربت راغلی و او اعلانونه يی هم دی خبيثو پخپله کول چی هره ورځ څو کوچنيان د لوږی مری ، د همدغه ولس زړه سواندو داسی ځواب ورکړ چی اوس نو راشی بت ورغوی . اوس هم د همهغه ځای اوسيدونکو ته ښايی چی د دی منحوس ، د دين او ملت خاين خان او د کفارو د خوښی زيارت له هغه ځايه ورک کړی… نور لوستل »

شفیق الله خان

په مړو باندی سرمایه ګزاری ، او ژوندی خلکو په وژلو سرمایه ګزاری واه واه میاصاحب

سیدزرغون شاه آغا

مرحوم پاچاخان د ۵۴ میلیونو قبر نه غوښتی،او نه مرحوم پاچاخان د ۵۴ میلیونو قبرته ضرورت لری. مرحوم پاچاخان د پښتون قوم اتحاد او اتفاق غوښتی. پښتون قوم پر یوه خبره سلا سویدی: چی سر به ورکوو، خواتفاق به نه کوو. په افغانستان کی ۵۰ سلنه خلک وږی دی. دا یو بیځایه مصرف دی، چی غیرد تظاهراو خودنمایی څخه بل مفهوم نلری.

نورزاد

دا یو احمقانه پریکړه ده. مونږ اړ نه یو چه قبرونه ورغوو. زمونږ په ملک کی په زرګونه بی وزلی کورنی په ډیرو سختو شرایط شپی ورځی تیروی خو زمونږ بی احساسه او بی رحمه حاکمان لګیا دی د افغانستان د دښمنانو قبرونه بیا رغوی

عبدالوا حد اڅګزۍ

اسلام جهادفرض کړۍ دۍ پاچاخان داسلابرعکس دګاندی نظرتائیدوی اوالله فرمایی :هرڅوک چه فیصله ونکی په هغه څه چه مانازل کړی دی همدغه خلک کافران دی آیاپاچاخان ګمراه ندۍ

غ.حضرت

لږ قدر چي د خولې سره احتیاط کوو په ګټه به مو وی. د باچاخان سیاسی ژوند ته کتنه یو ژور بحث دی خو بېله کوم مستند او معقول دلیل څخه یو مسلمان او مسلمان زاده ته د کافر خطاب د شیطان د خوښۍ سبب ګرځی، د شیطان خوښۍ به د الله سبحانه تعالی د ناخوښۍ او حتی خښم سبب وګرځی. د باچاخان پر قبر د دومره پیسو لګښت هم د بحث وړ دی خو ددې بحث بهیر باید انحرافی او د نورو کسانو د خواشینۍ او خښم لامل نه شی او په ضمن کی د باچاخان خواخوږی هم نه… نور لوستل »

پتنګ

دا اوس د کابل د فاسد رژیم حلې ځلې دي چې افغان ملتیان او نور اپورتونسته ناڅونالستان په ځان راټول کړي ! تاسو د احمقانو ته ګورۍ په خپله مردګاوي کوي د امریکا او ناتو پښې او خو …. څټي له لوږې یې اولس مري خو دوی د پاچا خان په قبر ۵۴ ملیونه افغانۍ مصرفوي ! خپل عزت خرڅوي او مقبرې جوړوي . او یوه بله عجیبه خبره داده چې نه یو نه دوه نه لس ملیونه بلکې څلور پنڅوس ملیونه مصرفوي ، دا نو څرنګ مقبره ده لکه چې هندوانو پیسې ورکړې وي ځکه چې غفارخان د هندوانو… نور لوستل »

محمد

غفار خان هغه وخت چې سور لښکر د ګران هیواد په خرابیدو مشغول ؤ ده یې ملا تړ کاوه او ویل به یې چې مخالفت مه ورسره کوئ د عدم تشدد څخه کار واخلئ او دا لښکر نه ماتیدونکې سپر طاقت دی — د عدم تشدد اصطلاح ده کاروله خو خپله پټ پیری ؤ — د داؤد خان او بوټو تعلقات سم وه خو دا عدم تشدد والا ؤ پټ تشدد وکی — حیات خان شیر پاؤ یې ترور کي — د همدغه ځای څخه د ګران هیواد او پاکستان تر مینځ تشدد پیل سو او په دښمني بدل سو… نور لوستل »

مجاهد

سربیره پردی چه هغه د الله ج دشمن او په یوه وخت کی هم د روسانو او هم د انګریزان معاش خور وو پشتانه هم د انګریزانو او هم د پنجابو د غلامی په ساتلو کی یی ډیر رول لوبولی ، هغه د دی د پاره د انګریزانو له خوا د پشتنو مشر شو چه پشتو کی د خپلواکی خوځښتو راټوکیدلو او او جهاد کولو مخه ونیسی تر څو پشتانه د پاکستان څلورمه صوبه وساتی که پشتانه ازادی تر لاسه کوی بلوچان او سندیان به هم تری جلا کیږی نو پنچاب به خامخا وابس د هند سیکانو سره جلا سیمه… نور لوستل »

منتقم منګل

په لیوانو چا اووزی ګډی او رمی ندی ساتلی؛ د افغان ولس قاتل دښمن نا د خیر خیرات تمه اسمان په کاڼو ویشتل دی د دوی وظیفه د افغان بی دفاع ولس قتل عام دی.

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x