افغانستانخبرونه

کندز کې د حافظانو په ډله يیزه وژنه کال واوښت؛ جګړه لا هم له زده کوونکو ژوند اخلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وری، ۱۳۹۸ل): تېر کال همدا ورځ غرمه مهال؛ د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ درنو بمونو ولړزوله، دغه بمونه په هغه مدرسه وغورځول شول چې سلګونه تنه پکې د خپل ژوند د یوې شاندارې ورځې لمانځلو ته راټول شوي وو.

په دې برید کې چې پړه یې په دولتي عسکرو ولوېده؛ له سلو تنو زیات د قران کریم حافظان ووژل شول او تر ۱۵۰ زیاتو درانه ټپونه یووړل.

دغه بریدچې په سیمه ئیزه او نړیواله کچه د مسلمانو هیوادونو د چارواکو له لوري وغندل شو؛ ګډ حکومت په هماغه  مهال ژمنه وکړه چې یاده موضوع به تعقیبوي او عاملینو ته به سزا ورکوي خو؛ د معلوماتو په بنسټ لا هم چا دې زرګونو کورنیو ته چې د اولادونو مرګ د ویر په درانه ټغر کېنولي؛ انصاف نه دی ورکړی.

د کندز تر پېښې یو کال تېرېږي، خو یاده پېښه نه لومړۍ پېښه شوه او نه وروستی؛ دلته لا هم جګړه د زده کوونکو ژوند ګواښي او ماشومان لا هم د مرګ له ویرې سره یو ځای مدرسې او مکتب ته درومي.

همدا څو ورځې وړاندې په غزني ولایت کې د ملا نوح بابا په عالي لېسه باندې د دولتي عسکرو د پوستې له لوري هاوانونه وار شول چې په پایله کې یې «۴» زده کوونکو ژوند له لاسه ورکړ او «۱۷» نور ټپیان شول.

تر دې پېښې یوازې دوې ورځې وروسته په ننګرهار کې ګډو ځواکونو یو ښوونکی  ټپي او د هغه درې واړه زده کوونکي زامن وویشتل.

خو د یادو ټولو پېښو په اړه ګډ حکومت خاموش پاتې دی؛ نه په دې ډول پېښو خواشینې ښودل شوې او نه یې هم عاملین په سزا رسېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x