افغانستانخبرونه

خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره په افغان سوله غږېدلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وری، ۱۳۹۸ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د خپلو سفرونو په لړ کې نن سهار اسلام اباد ته رسېدلی او هلته یې له ګڼو پاکستاني چارواکو سره لیدلي.

خلیلزاد په خپل دې سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» او د یاد وزارت له سکرترې «تهمینه جنجوعه» سره ناستې کړي او د افغان سولې اړوند یې د هغوی نظر پوښتلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي  چې « قریشي د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو په نسبي پرمختګ خوښي وښوده او بین الافغاني مذاکرات یې د افغان سولې په برخه کې اړین وبلل».

خلیلزاد په پاکستان باندې تر توندو نیوکو یوه ورځ وروسته یاد هیواد ته سفر کوي، نوموړی چې تېره ورځ یې د بامیان، جوزجان او پروان له ځوانانو او فعالانو سره د ويډیو له لارې خبرې کولې هغوی ته په خطاب کې وویل «که پاکستان د کابل په وړاندې خپله منفي پالیسي بدله نه کړي له واشنګټن سره به یې اړیکې خرابې شي».

یاده دې وي چې خلیلزاد دا مهال د افغان سولې په برخه کې خپل شپږم مهم سفر پیل کړی،  تمه ده چې نوموړی به د پاکستان تر سفر  وروسته انګلستان، جوردن، بلجیم او قطر ته ولاړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

ښی چاری.
مڼنه خلیلزاد صاحب. د توندی څرګندونو سره سره باید پاکستان ته څو څټ مخ څپیړی هم ورکړل شی،
امریکا باید هند هم تشویق کړی،چه پاکستان پسی سترګی برګی کړی.او درنده درنده سترییک سرجری اپریشنونه وکړی.

انجینر بختور منګل

سلامونه جوړ تازه.
زموږ د هیواد ناروغی پیغلی چه ډاکتر ته لاړی شی.سنګسار کیږی.مرګ یی پاکستانی ملایان روا ګڼی،
خو د پاکستانی پیغلی د افغانستان څلویښت کلنه لانجه ته په یوه میز د امریکایانو سره ناستی د حل لاره ګوری،
افغانانو د عقل څخه کار واخلی،پاسنی عکس وګوری،جهاد باید چیرته وشی؟
نور دوست باید وپیژنی ،سوله وکړی.توده وینه بهیدلی د دین اسلام په نوم باید بند شی،

جميل

خليلزاده ! ځان مه ستړی کوه ، هری خواته هرڅومره منډی چی ووهی او چی نور هم ستاسو د خوشحالی لپاره دا ووايی چی مونږ به کوښښ وکړو چی په عزت ووزی خو دا ومنه چی آخری پريکړه مو د طالبانو سره ده او بل داچی نړيوال مو وينی چی تښتی هغوی دا نه منی چی ته به وا پلانکی او پسلاکی هيواد آ وکړه او دا وکړه ټوله پوهيږی چی همدی بيوسو او بيکسو طالبانو وتښتولاست . دا ډيری نخری دی پريږده ، سيده ورځه قطر ته څه چی طالبان درته وايی هغه ورسره ومنه هغوی ډير درانه دی… نور لوستل »

هارون

پاکستان چې په ظاهره په دې خبرو کې هر څه ووایي، باطن یې مغرض دی. پاکستان د خپلې زېږېدیې نه تر اوسه د افغانستان د خلکو لپاره داسې کوم کار نه دی کړی چې خیر یې دې مسلمان ملت رسېدلی وي. یو ځل چې امریکایان د افغانستان څخه پښې سپکې کړي، بیا به تاسو د نا پاکستان حال وګورئ. همدا اوس یې اقتصاد په بېسارې توګه مخ پر ځوړه روان دی او کېدای شي شته حکومت یې د پوځ د غلطو پالېسیو له کبله استعفا ته مجبور شي. مننه

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x