افغانستان

امریکا له افغانستان څخه خپل نیم ديپلوماتان وباسي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا حکومت په پام کې لري چې د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د لګښتونو د کمولو په لړ کې خپل نیمايي دیپلوماتان له افغانستانه وباسي.

فارن پالیسي ته امریکايي چارواکو ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر ۲۰۲۰ز کال پورې له کابل څخه نیمايي امریکايي دیپلوماتان وباسي.

امریکا دا پریکړه داسې مهال کوي چې له طالبان سره د سولې او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې روانې دي.

د روان کال په فروري میاشت کې په کابل کې د امریکا سفارت یو راپور افشا شو چې په کې راغلي و چې په یاد سفارت کې ديپلوماتان بې ضرورته زیاته دي.

امریکا همدا راز په نظر کې لري چې په عراق کې هم تر ۲۰۲۰ز کال پورې له ۳۰ تر ۵۰ سلنه ديپلوماتان کم کړي.

نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي وو چې امریکا د بغداد په سفارت کې ۱۶زره کارمندان کار کوي چې ۲زره یې یواځې ديپلوماتان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x