افغانستانخبرونه

بادغیس؛ د ابکمري ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل): په بادغیس ولایت کې له څو ورځو سختو نښتو وروسته نن ددې ولایت ابکمري ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېده.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي « دالخندق عملیاتو په لړکې بیګاه ماښام ۷ بجې داسلامي امارت قهرمانو مجاهدینو دبادغیس ولایت د آب کمري ولسوالۍ پرمرکز ، امنیه قومندانۍ ، استخباراتومدیریت اودفاعي پوستو پراخ وسلوال بریدونه پیل کړل».

اعلامیه وړاندې زیاتوي « دبریدونو په پایله کې  دولسوالۍ مرکز ، امنیه قومندانۍ ، داستخباراتو مدیریت اوټولي دفاعي پوستې په ټولیزه توګه فتح   او پکې میشت  مزدور دښمن  ته دسراومال دروند زیان واوښت».

د طالبانو په وینا؛ په دې سربېره ګڼ شمېر مهمات، وسایط او  وسلې ددوی لاس ته لوېدلې چې په خبره یې جرئیات به یې وروسته په لیکه شي.

بل لوري ته د بادغیس ولایت ولایتي شورا هم مني چې؛ په ابکمري ولسوالۍ باندې د حکومت کنټرول پای ته رسېدلی او ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې خو امنیتي ځواکونه بیا دا ادعاوې ردوي او ولسوالۍ لا هم تر خپلې ولکې لاندې بولي.

یاده دې وي چې؛ په دې وروستیو کې په بادغیس ولایت کې جګړو زور اخستی، تر ابکمري وړاندې طالبانو ددې ولایت بلې ولسوالۍ «بالا مرغاب» ته هم سقوط ورکړ او د مهماتو تر انتقال وروسته یې پرېښوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x