آی پي ایل: د انډري رسل لیونۍ توپوهنې ناممکن؛ ممکن کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل): د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې زورور توپوهونکي انډري رسل یو وار بیا د اسمان څکو شپږیزو پر مټ ناممکنه سیالۍ وګټله.

دغه سیالۍ تېره شپه د ویرات کوهلي «رائل چیلنجر بنګلور» او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ وشوه چې په کې ویسټ انډیزي لوبغاړي انډري رسل ۷ شپږیزې ووهلې او یوازې په ۱۳ توپونو یې ۴۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

په دغه لوبه کې بنګلور لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې د ویرات کوهلي ۸۳ منډو او ای بي ډیویلیئرز ۶۳ منډو په مرسته یې سیال لوبډلې ته د ۲۰۶ منډو ستر هدف وټاکه، چې بشپړول یې په ظاهره ناممکن بریښدل.

د کلکتې لوبډلې په ځوابي توپوهنې سره تر هغې دوی ته ګټه ناشونې بریښیده تر څو انډري رسل توپوهنې ته ښکته شو، هغه مهال کلکتې لوبډلې ته د «۵۳» منډو اړتیا وه، خو نوموړي په دغه لنډه موده کې ۷ شپږیزې او یوه څلوریزه ووهله او ټاکلی هدف یې ۵ توپه وړاندې بشپړ کړ.

انډري رسل  دغه مهال په یوه اور کې ۲۳ او په بل اور کې ۲۹ منډې واخیستې، چې له بنګلور لوبډلې څخه یې د لومړۍ بریا خوبونه هم واخیستل، دغې لوبډلې تر دې دمه کومه بریا نه ده خپله کړې او د جدول په اخر کې ځای لري.

د بنګلور لوبډلې مشر ویرات کوهلي وویل: «که چیرې مونږ په وروستي ۴ اورونو ۷۰ منډو دفاع نشو کولای نو د ۱۰۰ منډو هم نشو کولای، په داسې توپ اچونې سره مونږ د جدول د وروستي نمبر حقدار یو».

انډري رسل تر دې دمه د آی پي ایل په دولسم پړاو کې په یوازې ۴ سیالیو کې ۲۲ شپږیزې وهلې دي، نوموړي په لومړۍ سیالۍ کې په ۱۹ توپونو ۴۹، په دویمه سیالۍ کې په ۱۷ توپونو ۴۸، په دریمه سیالۍ کې په ۲۸ توپونو ۶۲ او په څلورمه سیالۍ کې په ۱۳ توپونو ۴۸ منډې جوړې کړي.

په دې سره یې په مجموعي ډول په یوازې ۷۷ توپونو د ۲۶۸.۸۳ سټرایک ریټ سره د ۲۲ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو په مرسته تر دې دمه سیالۍ ګټونکې ۲۰۷ منډې جوړې کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د