د ورځې لږ تر لږه «۳۰» دقیقې خندا مو عمر اوږدوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل): د وروستیو څیړنو پر بنسټ په ورځ کې تر دیرشو دقیقو خندا کول د انسان په عمر اوږدولو او تر ډیره ځوان ساتلو کې مرسته کوي.

د څیړنې سره سم چې خندا کول د انسان د بدن غړو او شاخصونو کار غوره کوي، چې په مرسته یې د انسان د خوب کیفیت غوره کیږي، انسان له فشار څخه ژغوري او د زړه، پښتورګو او د سږو کارکردګي منظمه کوي.

پوهان د څیړنې پر اساس وایي چې د خندا په مرسته بدن خوځیږي په دې سره د وینې جریان غوره کیږي، د بدن داخلي غړي په حرکت راولي، او د ستونزو او بحران مخه نیسي.

پوهان په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې عمرونه یې ۴۰ کلنۍ ته رسیدلي خندا یو له مهمو څيزونو بولي، ددوی په وینا چې په دغه عمر کې د بدن مصوونیت یا معافیت پرمختګ کوي او دا د سرطان څخه د ژغورلو غوره لار ده.

څیړونکي زیاتوي چې د خندا پرمهال د زړه درزا ټیټیږي، شریانونه پراخیږي او د انټرفیرون ګاما (Interferon-gamma) ماده فعالیږي او له بدن څخه د بدن ضدې مادې «ایموګلوبین معافیت» لرې کوي.

دغه څيزونه د خندا یا خوشحالۍ هارمونونو کې زیاتوالی راولي او د فشار هرمونونو کچه بدن کې ټيټوي، دا انسان ته دا مهیا کوي چې له بېلا بېلو فشاورنو څخه خلاص شي، او په پایله کې انسان تازه ساتي او عمر یې اوږدوي.

دوی باور لري چې خندا او مسکا زمونږ د روغتیا لپاره دومره اړینه ده څومره چې ورځنی ورزش او یا هم غوره خواړه اړین دي، ځکه چې په انسان کې زیاتره ناروغۍ له خپګان، تشویش، تنهایئ او ډپریشن څخه رامنځته کیږي.

د خندا په اړه آن تر دې ویل کیږي که چیرې تاسې د کوم چل فریب یا د غم پر وخت د دروغو خندا کوئ هم مو دماغو ته دا خبر رسیږي چې تاسې خوشحاله یاست او په دې سره مو په طبیعي ډول په مزاج کې غوره والی راځي او په داسې هارمونونو رامنځته کولو کې مرسته کوي چې خوشحاله مو ساتي.

پيغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله پخوا خپلو امتیانو ته د ټولنیزو اخلاقو او نزاکتونو په رڼا کې د مسکا او خندا په اړه ویلي: «د خپل ملګري پرمخ مو خندا او ورسره په ورین تندي مخ کېدل صدقه او خیرات دی»، خو له بل اړخه یې په زوره او قهقه خندا کول منع کړي دي.

سربېره پر دې د ځینو نورو پوهانو په وینا چې خندا د انسان له مخ څخه د تکبر تاثیر له منځه وړي او څیره مو روښانه کوي، د انسان جلبیت زیاتوي، له طبي لحاظه د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي، انسان له ذهني فشاره ژغوري او د یاداښت په ښه کولو کې هم مرسته کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد عرم
میلمه
مجاهد عرم

عمر نه یوه ذره او یا یوه ثانیه کمیږی او نه زیاتیږی څه چه مقدره عمر چاته لیکل شوی هغه به خامخا تیروی