افغانستانخبرونه

ګډ حکومت د روانې اونۍ تر پایه نوی مرکچي پلاوی ټاکي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر «محمد اشرف غني» ویاند وايي، د روانې اونۍ تر پایه  د افغان سولې لپاره نوی مرکچي پلاوی ټاکل کېږي.

شاه حسین مرتضوي چې تېره ورځ یې له رسنیو سره خبرې کولې وویل؛ دا مهال په ارګ کې د نوي مرکچي پلاوي په جوړښت بحثونه روان دي؛ دا پلاوی به همه شموله وي او د هر قشر استازي به پکې ګډون ولري.

مرتضوي زیاته کړه «د نوي پلاوي په ترکیب کې به د حکومت، سیاسي ګوندونو، مدني فعالانو او ښځو استازي شامل وي».

بل لوري ته د ګډ حکومت اجرائیه ریاست هم د نوي مرکچي پلاوي ټاکل کېدل تائیدوي، د اجرائیه ریاست ویاند له رسنیو سره په خبرو کې وویل «نوی مرکچي پلاوی به د تېر ۱۲ کسیز پلاوي په پرتله همه شموله او د افغانستان د هرې طبقي استازي به پکې ګډون ولري».

نوموړي زیاته کړه؛ د حکومت ټوله هڅه داده څو په کور دننه د سولې لپاره اجماع مضبوطه او په دې برخه کې ټول مشترکو نقاطو ته راټول کړي.

د نوموړي په وینا؛ په دې برخه کې د ګډ حکومت د مشرانو او د امریکا د ځانګړي استازي تر منځ پراخ بحثونه شوي.

یاده دې وي چې؛ ګډ حکومت داسې مهال د نوي مرکچي پلاوي په جوړولو لاس پورې کوی چې؛تېره ورځ د افغان سولې لپاره ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په ګډ حکومت توندې نیوکې وکړې او حکومت یې تورن کړ چې په شپږو میاشتو کې لا هم نه دی توانیدلی د سولې لپاره داسې یو پلاوی وټاکي چې ټول اړخونه ورباندې راضي وي.

په ورته وخت کې؛ تمه ده چې د روانې میلادي میاشتې په نیمايي کې ګڼ شمېر افغان سیاستوال، مدني فعالان او د ټولنو استازي له طالبانو سره د ناستې په موخه قطر ته ورشي، طالبانو وار له مخه په دې غونډه کې د حکومت ګډون رد کړی او څرګنده کړې یې ده چې « ددې ناستې ټول ګډونوال یوازې د خپل ځان استازیتوب کولای شي  او هیڅوک د حکومت یا کوم بل ادرس له لوري د استازي په حیث برخه نشي اخستلای».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x