ورزش

افغان کرېکټ بورډ، راشد که نبي؛ څوک ملامت دي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل): وړمه ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ او د غوراوې کمیټې د لوبډلې څلور کلنی لوبډلمشر اصغر افغان له دندې ګوښه او پر ځای یې بېلا بېل لوبډلمشران وټاکل.

په دغو لوبډلمشرانو کې ګلبدین نائب د یو ورځنیو لوبو لپاره چې راشد خان یې مرستیال، د ټيسټ لوبو لپاره رحمت شاه او د شل اوریزو لوبو لپاره راشد خان چې مرستیال یې شفیق الله شفق و وټاکل شول.

له دغې اعلان سمدلاسه وروسته محمد نبي او راشد خان په بېلا بېلو ټویټونو سره چې اشرف غني، حمدالله محب او اجرائیه ریسس یې ټيګ کړي و، په زغرده ددغې پریکړې مخالفت وکړ او دا یې د لوبډلمشر د بدلون غوره وخت ونه باله، یوازې دوی نه بلکې د کرېکټ بېلا بېلو مبصرینو او شنونکو ددغو پریکړې په اړه سخت مخالفت وښود. البته دغه مخالفتونو یوازې د یو ورځنیو لوبو د لوبډلمشر د بدلون په اړه دي.

د کرېکټ بورډ پر دغه پریکړه او غبرګونونو کې څوک ملامت دی؟

اصغر افغان څو ورځې کم څلور کاله لوبډلمشري وکړه، د یو شمېر لاسته راوړنو سربېره پر نوموړي تور پورې کېده چې لوبډله یې شخصي کړې وه، د نویو لوبغاړو پر وړاندې خنډ و، لوبډله کې یې ډلبازي پالله او داسې نور..

رښتیا هم اصغر افغان د افغان لوبډلې لپاره یو ښه لوبډلمشر و، د نوموړي پر مټ افغان لوبډلې د کرېکټ غړیتوب، د ټیسټ درجې غړیتوب او په ټیسټ لوبه کې تاریخي بریا یې له غوره لاسته راوړنو څخه دي، خو هر وخت به د خرابې کارکردګۍ،  لوبډله کې میراثیتوب او نویو لوبغاړو ته په خنډ جوړولو تورن کېده چې تر ډيره اندازه سم تورونه وو.

خو د نوموړي دغه کار اوسنی نه و، اصغر افغان له څلور کلنۍ لوبډلمشري کوي او له هغه وخت راهیسې له بېلا بېلو تورونو سره مخ دی، په داسې وخت کې چې نړیوال جام ته په شمار ورځې پاتې دي د غوراوې کمیټې لخوا د لوبډلمشر بدلول یوه نادره پریکړه وه چې د افغانانو لخوا په نړیواله کچه وغندل شوه.

محمد نبي او راشد خان چې اوسمهال د هند په سوداګریزو سیالیو کې بوخت دي د یادې پریکړې په اړه په زغرده مخالفت وښود، دوی وویل چې په داسې حساس او نازک وخت کې داسې پریکړه دوی ته د منلو نه ده، باید کرېکټ بورډ یې پر اړه بیا کتنه وکړي.

د کرېکټ یو پوه او مشهور شنونکی مشتاق رحیمي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې د نورو هرو ستونزو سربېره لومړی د کرېکټ دغه ګام بېوخته دی خو ورپسې د محمد نبي او راشد خان غبرګون د افغانستان کرېکټ ته سخت زیان رسولی شي، د نوموړي په وینا چې په کرېکټ کې د سیاست مداخله د افغانستان کرېکټ له منځه تلو په معنا دی.

 

د نوموړي په وینا که څه هم راشد خان لا ځوان لوبغاړی دی او د کرېکټ لوړې ژورې یې نه دي کتلي خو باید محمد نبي چې له تجربه کارو او پخوانیو لوبغاړو څخه دی هیڅکله داسې نه وو کړي، دوی ته خپل ځانونه د افغانستان کرېکټ او کرېکټ بورډ نه ستر ښکاري، مسوولانه برخورد خو دا و چې په نهایت کې یې د بورډ مشراونو سره خپل تشویش شریک کړی وای او بس.

بل خوا د امریکا غږ خبریال او کرېکټ شنونکی جعفر هاند لیکي: د کرېکټ بورډ پریکړه باید په داسې وخت کې نه وای شوې خو اوس حتمي ده، که هر څرنګه وي باید ومنل شي، له بل پلوه د راشد او نبي ټویټونه نوموړي د بیان ازادۍ حق ګڼلی خو کرېکټ بورډ په دې ملامتوي چې باید له تجربه کار لوبغاړو سره د یادو پریکړو په اړه نظرونه او سلا مشورې شریکې شي، البته داسې ونشول اوس باید د کرېکټ اصلاح لپاره او د اختلاف له منځه تلو لپاره باید کرېکټ بورډ؛ محمد نبي او راشد خان په خپل اعتماد کې واخلي تر څو یادې ستونزې حل شي.

جعفر هاند د اصغر افغان په اړه لیکي چې په لوبډله کې شته لوبغاړي د نوموړي مخالفین وو، دوی غوښتل اصغر افغان باید له لوبډلمشرۍ لرې کړل شي، ځکه چې دا په خپل سر پریکړې کوي، فټ او چست هم نه دی او د نویو لوبغاړو مخه یې هم نیولې ده، د نوموړي په وینا چې یو تجربه کار لوبغاړي له کرېکټ بورډ غوښتي وو چې ایرلینډ سره له سیالیو وروسته باید اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې کړل شي.

پرون د جمعې په ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ سویلي افریقا ته د تمریناتو او نړیوال جام ته د چمتو والي به موخه ۲۳ کسیزه لوبډله واستوله، خو د راپورونو له مخې اصغر افغان له تګ انکار کړی او له کرېکټ بورډ یې غوښتي د نوموړي د سویلي افریقا ویزه لغوه کړي.

پایله څه شي؟

د کرېکټ بورډ یا غوراوې کمیټې لخوا پریکړه اخیستل شاید ستونزمن وي تر څو بیرته اصغر افغان راولي، نه دا کار د قانون او اصولو له لارې سم دی، په دې سره به د کرېکټ بورډ حیثیت په نړیواله کچه له منځه ولاړ شي، نو باید اصغر افغان، راشد خان، محمد نبي او نور لوبغاړي د ټاکل شوي لوبډلمشر لاندې خپلو لوبو ته دوام ورکړي او د افغانستان کرېکټ پرمختګ په خاطر دې یو غږ او یو موټی شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close