خبرونهنړۍ

امریکا؛ سپاه پاسداران ځواکونه د «ترهګرو» په ډله کې شاملوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل):د امریکا متحده ایالات د ایران ځانګړي ځواکونه «سپاه پاسداران» د ترهګرو په لست کې شاملوي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه،  د امریکايي چارواکو له خولې لیکي، د ټرمپ دولت دغه پریکړه چې تمه ده تر راتلونکې دوشنبې پورې اعلان شي، د امریکا د ملي امنیت مشاور «جان بولټن» او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» په خوښه شوې خو د امریکا څارګره اداره «سي ای اې» او د لوی درستیزانو د کمېټې مشر «جوزف ډانفورډ» یې مخالف دي.

د امریکا د قوانینو له مخې د ترهګرو په لست کې د «ډلو» د شاملولو لپاره اړینه ده څو د بهرنیو چارو او خزانې وزیران او لوي څارنوال یې په اړه موافقه وکړي؛ په تور لست کې د سپاه پاسداران د شاملولو په برخه کې هم د امریکا ملي کنګرې یادو چارواکو ته وخت ورکړی څو تر راتلونکې دوشنبې خپله ګډه پریکړه دوی ته واوروي.

یاده دې وي چې، دا لومړی ځل دی چې یو هیواد د بل هیواد رسمي نظامي ځواکونه د ترهګرو په لست کې شاملوي.

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو مشر «محمد علي جعفري» ددې پرېکړې په غبرګون کې ویلي « که ایران د سپاه پاسداران ډله د ترهګرو په لست کې شامله کړي دوی به هم امریکايي فوځيان د داعش په څېر وګڼي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

مونږته ويل شوی چی د ظالمانو ملاتړ مه کوی پدی چی ظالم بيا له تاسو نه هم خپل ظلم نه سپموی.
ښه می پياد چی د افغاستان تر يرغل وروسته د ايران جمهور ريس او د استخباراتو ريس ئی دواړو وويل چی که زمونږ کومک نه وای امريکا نشوای کولای چی افغانستان ونيسی .
داچی ايران زمونږ ګاونډی هيواد دی په خرابيدو يی نه خوشحاليږو پدی چی درد يی مونږ ته هم رارسيږی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x