د بقیع مقبره

 ملامحمد مقدام

سر مې ګګر څيرې ګرېوان ګرزمه سم لېونی
په مدينې منورې پسې هردم لېونی

ليکي په مينه ستا صفات د پاک الله حبيبه
درپسې ګوتې لېونۍ شوې هم قلم لېونی

د جنتونو يوه ټوټه ده د بقيع مقبره
سترګې يې غواړي او زړګی ورپسې هم لېونی

د خوشحالو وطن ته کډې بارومه ځمه
زه د دردو کلي کې شوم له ډېره غم لېونی

فراق دې ډېر په زړه داغلی يم در ومې غواړه
ملامقدام دې يم په هجر کې قسم لېونی

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د