افغانستان

بادغيس: ۴۶ دولتي سرتيري طالبانو ته تسليم شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي چې د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې ورته ۴۶ دولتي سرتيري تسليم شوي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې پرون په ټوله ورځ کې د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دوست محمد په نامه د دولتي ځواکونو د قومندان په ګډون ۴۶ دولتي سرتيري طالبانو ته تسليم شوي دي.

احمدي زياتوي چې ياد عسکر له خپلو ټولو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسليم شوي دي چې طالبانو يې تود هر کلی کړی او په وينا يې چې دا لړۍ لاهم روانه ده.

نوموړي څو شيبې وړاندې په خپل ټویټر وليکل چې په بالامرغاب کې يې پرمختګ کړی دی او ددې ولسوالۍ مرکز، قومندانۍ او زندان يې هم نيولي دي.

احمدي ويلي چې لاهم جګړه روانه ده او طالبان پرمخ روان دي.

دولتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د بادغيس ولايت ابکمري ولسوالۍ هم ونيوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انجینر بختور منګل

ښی چاری،جوړ تازه.
دا به ومنو چه عسکر تسلیم شوې.اوولسوالی هم طالیبانو نیولی،د
ولسوالی ساتل طالیبانو ته مشکله ده.دوه ورځی یی هم نه شی ساتلی.
نو دا نیول .عسکرو تسلیمدل به تر څو؟
د روغی جوړی خبری راوانی دی .د نیولو تسلیمیدو ،ورانولو څخه لاس واخلی دا جوړه ته لږ صبر وکړی.هسی پشی په ځانونو پوری مه خاندوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x