بغلان: يو پوليس خپله ميرمن او ورېره وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل): د بغلان مرکز پلخمري ښار کې يو پوليس خپله ميرمن او ورېره په ډزو وژلي دي.

د بغلان امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت رسنيو ته ويلي دي چې د پلخمري ښار دوهمې ناحيې اړوند حسين خېلو سيمه کې يو تن پوليس خپله ميرمن او ورېره په ډزو وژلي دي.

بشارت وويل چې ياد پوليس چې د پلخمري ښار په دوهمې امنيتي حوزه کې یې دنده درلوده له پيښې وروسته له سيمې څخه تښتېدلی دی.

نوموړي د پېښې لامل کورنی تاوتريخوالی ښودلی او ويلي يې دي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د بغلان د ښځو چارو رياست په ياده پيښه غبرګون ښودلی او د تورن د نيولو او محاکمه کولو غوښتنه يې کړې ده.

ددې ولايت د ښځو چارو رياست د حقوقو مدیرې اورانوس عاطفي ويلي دي چې دا په روان کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي لومړۍ پېښه ده او له حکومت څخه يې د پيښې د څېړلو او د تورن کس د نيولو  غوښتنه کړې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د