افغانستان

ولايتي شورا: بالامرغاب ولسوالۍ طالبانو ونيوله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل): د بادغيس ولايتي شورا وايي چې د دې ولايت بالامرغاب ولسوالۍ طالبانو نيولې ده.

د بادغيس د ولايتي شورا غړي ناصر نظري ويلي دي چې طالبانو د بالامرغاب ولسوالۍ مرکز او امنيه قومندانۍ ودانۍ نيولي دي.

نظري وويل چې طالبانو نن له غرمې وروسته ياده ولسوالي نيولې ده او اوسمهال يې د امنيتي ځواکونو په دريم کنډک بريدونه پيل کړي دي.

هغه وويل چې په ياد کنډک کې شاوخوا ۴۰۰ تنه امنيتي سرتيري د طالبانو له لوري کلابند دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي هم څو شيبې وړاندې په خپل ټویټر وليکل چې د بالامرغاب ولسوالۍ مرکز يې نيولی دی او طالبان پرمخ روان دي.

د بادغيس يو شمير امنيتي سرچينو رسنيو ته د بالامرغاب سقوط منلی او ويلي يې دي چې طالبانو له تيرو دوو ورځو راهيسې په ياده ولسوالۍ جګړه پيل کړې وه خو ولايتي ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د بالامرغاب د سقوط راپورونه په داسې حال کې ورکول کيږي چې تيره ورځ د افغانستان هوايي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې په طالبانو هوايي بريدونه هم کړي وو او تازه دم سرتيري يې هم ولېږل خو بيا هم د ولسوالۍ په ژغورلو ونه توانېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د کفارو د ډالرو مزدورانو او د دين او د هيواد سوداګرانو ! ک.. ټينګوی نوی عمليات اعلانيدونکی دی .
مبارک مو شه طالبانو او موئمنو وطندوسته افغانانو .
باټک وحشی دوستم په کومه سوړه کی پټ دی .؟

غمی،پښتین

په خیرونو په خیرونو.
نیول.ورانول.چورکول.بیا پریښودل.
نتیجه.
توده وینه د مسلمان بهول ټول د اسلام ضعف دی،قاتل به ځان ته برایت ورکوی.خو د الله ج حساب کتاب کی پلمی نه چلیږی،

Karwan

بلي، اول به له داسي خبيثانو#### پوښتنه کيږي لکه غمي!
کاروان

غمی،پښتین

کاروان ته.
د ستا په کته شوی.او بار شوی کاروان کی.ټاپه.قتل.غارت.چورچپاول هر څه روا دی.
قسم په الله ج چه ټول بادغیس په قاواله را په نوم کوی.د هیڅ انسان وینه توی نه کړم.
د الله ج حساب ډیر زر کیدونکی دی،
په دا څو ورځو جنګونو کی ټوله د مسلمان توده.او تکه سره وینه وبهیده.
هیڅ بهرنی امریکایی سر تیری ور پکی قتل نه شو،نو معلومه خبره ده چه دا جنګ جهاد نه بلکه فساد دی،

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x