افغانستان

عمران خان د افغانستان په اړه خپلې څرګندونې د «ورورۍ مشوره» بللې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له څرګندونو شاوخوا لس ورځې وروسته هغه یو ځل بیا د خپلو څرګندونو پخلی کړی او هغه يې د «ورورګلوۍ مشورې» بللې دي.

عمران خان شاوخوا لس ورځې وړاندې ویلي و، افغانستان کې د ټولو روانو ستونزو حل په دې کې دی چې مؤقته اداره رامنځته شي، د نوموړي دا څرګندونې افغان چارواکو، سیاسیونو او ان عام وګړو په توندۍ وغندلې او دا يې په داخلي چارو کې د مداخلې هڅه وبلله.

عمران خان په خیبر پښتونخوا کې یو ځل بیا د تېرو څرګندونو پخلی کړی، خو په خبره يې دا «مداخله نه؛ بلکې د ورورګلوۍ مشوره ده!»

هغه وویل، د خپل هېواد د تجربې پر اساس «که چېرته تاسې غواړئ سوله تر لاسه کړئ، نو ښه ده چې د داسې یو مؤقت حکومت تر لاس لاندې ټاکنې وشي چې مخالفین يې هم بې طرفه وگڼي.»

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان پخوانۍ څرګندونې «ناسمې برداشت شوې» بللې وي او په وینا يې افغان چارواکو د هغه خبرې ناسمې اخیستې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې دا هم ویلي و، چې د خان مطلب لاسوهنه نه ده؛ ځکه په افغانستان کې دوی یوازې سیاسي جوړجاړی غواړي او «کومه بله ګټه نه لري.»

عمران خان په خیبر پښتونخوا کې په غونډه کې پر افغانانو غږ کړی: «تاسې يې منئ کنه، زه د ورور ګلوۍ مشوره درکوم، خو مداخله نه ده!»

ارګ د ښاغلي خان د «وروۍ مشوره» پر نړۍوالو قوانینو تېری بللی دی.

په ارګ کې د ویاند یوه مرستیال صمیم عارف پر ټویټر لیکلي، د خان دا څرګندونې پر نړۍوالو قوانینو څرګند تېری دی او غواړي خپل ګاونډي تر اغېز لاندې راولي.

د عمران خان تېرې څرګندونې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم نامناسبې بللې وې، خو اوس چې هغه پاکستان ته تللی د سولې برخه کې يې د پاکستان له «هڅو» مننه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ په خیر.
د ورووری مشوری په ځای. له ترهګری ملاتړ څخه لاس واخله،روغه جوړه به اتومات افغانستان کی راشی.

هارون

وایي زه دې پر کلمه شک لرم او ته مریدان نیسې. ښه به دا وي چې عمران خان خپل غم وژاړي. داسې ویل کېږي چې کېدای شي پوځ سره د نظر د یووالي د نشتوالي له کبله عمران خان د دې کال تر اخره استعفا وکړي. ځکه د پاکستان مخ پر ځوړه اقتصاد ډېرې اندېښنې را ټوکولې دي چې عمران ته لوی خطر جوړولی شي. درناوي

مجاهد

د اشغلګرو ملاتړ ته د صحابه کرامو او د مسلمانانو مقاومت ته ترهګری وایه او له ځانه د وچی مفتی جوړوه دا معنی چه انګریزی زباړن یاست

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x