افغانستان

ګډ حکومت د لویې جرګې په مټ غواړي؛ سیاسي ګوندونه په ځان را ټول کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): په سوله‌ییزه اجماع کې د ګډ حکومت د مشر ځانګړی استازی او د سولې شورا دالارنشاء رئیس «عمر داودزی» وايي، د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړه د سیاسي ګوندونو هر ډول خبرې اورېدلو ته تیار یو.

داودزی چې د مشورتي لویې جرګې د رابللو د کمېټې مشري هم په غاړه لري؛ نن ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل «موږ سیاسي ګوندونو ته ارزښت ورکوو او غواړو هغوی د مشورتي لویې جرګې د رابللو په برخه کې له ځان سره وساتو».

داودزي زیاته کړه «موږ هڅه کوو له ټولو سیاسي ګوندونو سره د مشورتي لویې جرګې په برخه کې موافقې ته ورسېږو څو د هغوی قناعت حاصل او په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي».

د داودزي په وینا؛ د مشورتي لویې جرګې د رابللو لپاره یې تیاری بشپړ کړی او د افغانستان له کونج، کونج څخه به ۲۵۰۰ کسان په مشورتي لویه جرګه کې د برخې اخستلو لپاره راوبلل شي.

یاده دې وي چې؛ ګډ حکومت داسې مهال د مشورتي لویې جرګې په مټ د سیاسي ګوندونو د راضي کولو په هڅه کې دی چې تمه ده دوې اونۍ وروسته د افغان سیاسیونو ستره ډله له کابل څخه قطر ته وخوځېږي او هلته له طالبانو سره په جوړېدونکې بین الافغاني ناسته کې ګډون وکړي.

طالبانو د یادې غونډې په اړه څرګنده کړې چې؛ هيڅوک د کوم سیاسي ګوند او یا هم حکومت په استازیتوب په یاده ناسته کې برخه نشي اخستلای هر څوک چې راځي یوازې د خپل ځان نمایندګي کولای شي.

د سیاسي شنونکو په باور؛ له افغان سیاسیونو او بیلابیلو ګوندونو سره د طالبانو ناستې ګډ حکومت نور هم منزوی او په خپل وجود کې په برخو ویشلی چې له امله یې ګډ حکومت تر وسه هڅه کوي څو یاده ناسته لغوه او یا هم د مشورتي لویې جرګې تر جوړېدو وروسته جوړه شي.
په ورته وخت کې عمر داودزي هم څرګنده کړه چې؛ له امریکا او بېلابېلو اړخونو سره په دې اړه بحثونه روان دی چې کوم یو وړاندې شي د قطر ناسته یا مشورتي لویه جرګه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x