زہ او ته: حفیظ الدین پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده

ما ویل ماته امریکا دہ
تا ویل ټوکې کوې!
ما ویل د غرب کډہ په شا دہ
تا ویل ټوکې کوې

ما ویل اشغال په تښتیدو دی
تا ویل ھسې وایې
ما ویل جنگ په ودریدو دی
تا ویل ھسې وایې

ما ویل وگورہ رښتیا دہ
تا ویل ټوکې کوې
ما ویل د غرب کډہ په شا دہ
تا ویل ټوکې کوې

ما ویل مشر مو پاگل دی
تا ویل نه یې منم
ما ویل سر یې د بوتل دی
تا ویل نه یې منم

ما ویل په سټیج کې په گډا دہ
تا ویل ټوکې کوې
ما ویل ماته امریکا دہ
تا ویل ټوکې کوې

ما ویل د کفر یاري پریږ‎دہ
تا ویل دا څه وایې؟
ما ویل د قوم دښمني پریږ‎دہ
تا ویل دا څه وایې؟

ما ویل ھمدې کې دې بقا دہ
تا ویل ټوکې کوې
ما ویل د غرب کډہ په شا دہ
تا ویل ټوکې کوې

ما ویل ارگ مو وړ‎کتون کړ‎
تا ویل څه دلیل دی؟
ما ویل ترې جوړ‎ مو روزنتون کړ‎
تا ویل څه دلیل دی؟

ما ویل محب مو په ژړ‎ا دہ
تا ویل ټوکې کوې
ما ویل د غرب کډہ په شا دہ
تا ویل ټوکې کوې

ما ویل حفیظ په تھمت پړ‎ شو
تا ویل ډیر ښه وشو
ما ویل بې اجله مړ‎ شو
تا ویل ډیر ښه وشو

رقیب یې ځکه په خندا دہ
تا ویل ټوکې کوې
ما ویل د غرب کډہ په شا دہ
تا ویل ټوکې کوې

حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۳۰/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د