ټکنالوژي

نړۍ کې په لومړي وار د «5G انترنیت» خدمتونه پېل شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل): تېر کال نړۍ ته په لومړي وار د انترنیت تر ټولو سرعت لرونکی خدماتي شبکه فایو جي (5G) وړاندې شوه، چې د فعالولو لپاره پرې له اوږدې مودې راهیسې تجربې کیدلې.

په عام ډول په جاپان او ځینې امریکایي هېوادونو کې د وایفای په بڼه فایو جي خدمتونو ازمویل شوي وو خو په لومړي وار سویلي کوریا او امریکا هېوادونو د عامې تجربې لپاره وړاندې کړل.

د فایو جي سروس لپاره د روان کال په پېل او همدا ډول تېره میاشت د مبایل شرکتونو لخوا داسې ځیرک مبایلونه هم وړاندې شول چې د فایو جي خدمتونو استعمال وړتیا یې درلودله.

په دې لړ کې د سامسنګ شرکت نوی مبایل چې د فایو جي انترنیټ استعمال وړتیا لري بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شو، خو اوسمهال لکه څرنګه چې فایو جي انترنیټ په سویلي کوریا کې فعاله شوی دغه ځیرک مبایل هم په دغه هېواد کې یوازې بازار ته وړاندې شوی دی.

د سویلي کوریا او امریکا هېوادونو لخوا په یوه وخت د فایو جي خدمتونو تجربه کولو یو شمېر غبرګونونه راپارولي دي، خو له بل اړخه ویل کیږي چې لومړی سویلي کوریا دغه خدمتونه وړاندې کړل چې ورپسې دوه ساعته وروسته امریکا هم د تجربې کولو پخلی وکړ.

له دې کامیابو تجربو دا څرګندیږي چې نورو هېوادونو ته به هم ډیر ژر د فایو جي خدمتونه ورسیږي.

د یادونې ده چې د فایو جي انترنیت خدمتونه به د روان مبایل انترنیت اړیکو څخه سل چنده چټک کار کوي، چې دا به د انترنیت په اړه یو نوی باب پرانیزي، همدا ډول د براډ بینډ اړیکو څخه به لس چنده چټک وي، یعنې د ۵۰ جي بي فایل به په ۲ دقیقو او د ۱۰۰ جي بي فایل به په ۴ دقیقو کې ښکته کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ په خیر،
په ټوله دنیا کی تېکنالوژی او اقتصادی چاری په چټکی په مخ راوانی دی،
په افغانستان کی سره ،توده ،وینه توییدنه په چټکی د سیلابونو په شان راوانه ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x