افغانستان

هلمند؛ ګډو ځواکونو څلور تنه ملکيان وژلي دوه مېرمنې او یو ډاکټر يې ژوندي وړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په لړ کې څلور تنه ملکي وګړي وژلي، یو ډاکټر او دوه مېرمنې يې ژوندي وړي دي.

ځايي سرچینې وايي، بهرنیو او داخلي عسکرو تېره شپه د ګرشک په مالګیر او باوړیو کې سیمه کې چاپې وهلي، څلور تنه چې یادې سیمې ته د «نېښ وهلو» لپاره راغلي و وژل شوي او د سیمې دوه مېرمنې او یو ډاکټر يې ژوندي وړي.

تر اوسه د هلمند ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې هم ګډو ځواکونو په یوه چاپه کې درې مېرمنې له ځان سره یووړې چې د ولس د ممکنه سخت غبرګون له امله يې څو ورځې وروسته بېرته پرېښودلې.

په همدې حال کې په شمالي ولایت جوزجان کې اربکیانو یوه مېرمن، درې ماشومان او د هغوی د کورنۍ مشر وژلي دي.

پېښه تېره شپه د یاد ولایت د فیض اباد په حیدر اباد سیمه کې شوې ده، خو ځايي چارواکي پټه خوله دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x