«د خلیلزاد دوې خبرې، چې ځينې سوالونه يې له منځه یووړل»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): ویسا ورځپاڼه کې په ارګ کې د افغان سیاسیونو او زلمي خلیلزاد د غونډې په تړاو لیکي، هلته خلیلزاد دوه داسې سپینې خبرې کړې چې ګڼې پوښتنې يې حل کړې دي.

د سرچینې په وینا د سیاسیونو له منځه له سولې سره د مخالفت په غبرګون کې خلیلزاد ویلي، په دې غونډه کې داسې کسان ناست دي، چې هیچا يې هم د کورنۍ کوم غړی په روانه جګړه کې له لاسه نه دی ورکړی، کنه مخالفت به يې کړی نه و.

د دې تر څنګ خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان په استازولۍ ویلي، چې موږ نور د افغانانو له وژلو لاس اخیستی او «پر دې مو باید سر خلاص وي!»

که څه هم دا څرګندونې خواله رسنیو کې هم ځينو باوري ادرسونو لاس په لاس کړې، خو رسمي سرچینو يې پخلی نه دی کړی، مګر بیا هم د روانو حالاتو په اړه د ځینو پوښتنو حلوونکې بلل شوې دي.

ورځپاڼه لیکي، دې څرګندونو دا ثابته کړه چې امریکا نوره جګړه نه غواړي او له طالبانو سره جوړ جاړي ته نږدې کېدونکې ده، خو د دې تر څنګ د ارګ د واکمنانو او شاوخوا کسانو يې لا هم وژنو ته نیت دی.

زلمي خلیلزاد وړمه ورځ شمشاد تلویزون کې هم خپله مرکه کې په زغرده وویل:«موږ د افغانانو پر وژلو ستړي شوي یو، ښه ده چې دوی هم یو د بل له وژلو نور ستړي واوسي!»

خلیلزاد چې د جګړې د ختمولو په لړ کې د سفرونو په دوام پاکستان ته رسېدلی، ټاکل شوې قطر کې هم له طالبانو سره وویني، خو هغه پورته یاده مرکه کې ویلي، چې له طالبانو سره به تر بین الافغاني ناستې وروسته مجلس ولري.

ټاکل شوې شاوخوا اوونۍ وروسته د قطر پلازمېنه دوحه کې لسګونه سیاستوال، علما او ځوانان د حامد کرزي په مشرۍ له طالبانو سره ګډه غونډه ولري، چې ارګ يې د ځنډولو پرلپسې هڅې کړې خو توانېدلی نه دی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

داسی ښکاری چی د دوحی له کنفرانسه به هم د مسکو کنفرانس غوندی د طالبانو د خوښی اعلاميه خپره شی او خليلزاد ته به د اوړو پزه او د تيښتی بهانه جوړه شی چی دادی زمونږ غلامان هم زمونږ وتل غواړی ، خو د دی غلامانو سره احتياط پکار دی په لستوڼی بايد ځای ورنکړل شی ، آزموده را آزمودن خطاست او عاقبت ګرګزاده ګرګ بود ګرچی با آدمی بود .

مجاهد
میلمه
مجاهد

جمیل صاحب ! مونږ او ټول طالب مجاهدین استخاری وکړی الله ج ته دعا ګانی وکړی چه د حکومت دننه غلامانو او بهر غلامان څرنګه سره جلا کړی یعنی څرنګه تعامل ورسره وکړی نن په حکومت کی نه دی صبا حکومت ته ننوځی د غنی ځای نیسی لکه کرزی خبیث چه پوره ۱۳ کال د مسلمانانو او مجاهدینو وینی وچښلی تر دی چه کورنو کی یی د شنو سترګو بچیان وزیږیدل. که د حکومت دننو به شان یی دشمنانو کی وشمیری هم ستونزمنه او که نه هم ستونزمنه ده زه هم ورته حیران یم الله ج دی په دی اړه… نور لوستل »