افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت: ایران کې د افغان کډوالو مرګ‌ژوبله تعقیبوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي په ایران کې د حکومتي عسکرو له لوري پر افغان کډوالو ډزې او اوښتي تلفات تعقیبوو.

د دې وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي، تېره چهارشنبه د ایران خاوره کې د ننه پر افغان کډوالو ډزې شوې، چې دوه تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

هغه وايي پېښه د ایران خاوره کې افغان پولې ته څېرمه سراوان سیمه کې شوې ده، خو دوی قونسلګرۍ ته دنده سپارلې او له ایرانه «وضاحت» غواړي.

د ایران چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې هم ایراني امنیتي منسوبینو له افغان کډوالو سره زړه بوږنوونکي چلندونه کړي دي.

تېر کال خواله رسنیو کې هغه ویډیو لاس په لاس شوه، چې ایراني عسکرو له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کړی و او له امله يې کابل کې د ایران سفارت هم اعلاميې خپرولو ته اړ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x