د سرطان لپاره د لابراتوار پرانیسته او ډاکټرانو ته خبرداری

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د سرطان د تشخیص لپاره لابراتوار پرانیستل شو، چې د روغتيايي چارواکو په وینا پر پرمختللیو وسیالیو سنبال دی.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن په کابل کې د همدې لابراتوار د پرانیستې پر مهال وویل، د روغتیا نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د نړۍوال پراختیايي پروګرام په مرسته يې دا مرکز پرانیستی دی.

هغه دا مهمه لاسته راوړنه وبلله او زیاته يې کړه، د دوی تر لاس لاندې لابراتوارونه اوس کولی شي ۲۳ ډوله ناروغۍ تشخیص کړای شي.

په ورته وخت کې ځينې ناروغ لرونکي بیا شکایتونه کوي، چې د روغتونونو او په تېره بیا د لابراتوارونوه تشخیص په ځلونه ځله ناسم ثابت شوی دی.

ازادي راډيو د ځينو کسانو له خولې لیکلي، چې دلته د خورا مضر مرض تشخیص ورکړل شوی دی، خو چې هند یا هم پاکستان ته تللي دي، نتېجه بېخې سرچپه را وتلې ده.

د عامې روغتیا وزارت ډاکټرانو او لابراتورا لرونکو ته د خبرداري په ډول وویل، که ناسم تشخیص وکړي نو تر اخطار وروسته به څارنوالۍ ته معرفي شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د نړی د ناوړو حالاتو له مخی په دی اړه زما ارزونه: د نظم نوین جهانی ( نوی نړیوال استعمار ) د مظلوم بشریت د بدمرغه کولو د پاره د نړیوال نفوس کنترول دی د همدی امله یی جلا جلا پروګرامونه به کار اجولی او د طبیعی افاتو مقابل کی به هغه کچه چه یی باید مخه ونیول شی هم مخه نه نیسی . به دغو ټولو ناخوالو سربیره نظم نوین جهانی هڅی لری جه د ښځو څخه د نارینه به شان استفاده کولو په واسطه هم د نفوس مخه نیسی او هغه دا چه ښځی باید د نارینه وو… نور لوستل »