د سرطان لپاره د لابراتوار پرانیسته او ډاکټرانو ته خبرداری

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د سرطان د تشخیص لپاره لابراتوار پرانیستل شو، چې د روغتيايي چارواکو په وینا پر پرمختللیو وسیالیو سنبال دی.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن په کابل کې د همدې لابراتوار د پرانیستې پر مهال وویل، د روغتیا نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د نړۍوال پراختیايي پروګرام په مرسته يې دا مرکز پرانیستی دی.

هغه دا مهمه لاسته راوړنه وبلله او زیاته يې کړه، د دوی تر لاس لاندې لابراتوارونه اوس کولی شي ۲۳ ډوله ناروغۍ تشخیص کړای شي.

په ورته وخت کې ځينې ناروغ لرونکي بیا شکایتونه کوي، چې د روغتونونو او په تېره بیا د لابراتوارونوه تشخیص په ځلونه ځله ناسم ثابت شوی دی.

ازادي راډيو د ځينو کسانو له خولې لیکلي، چې دلته د خورا مضر مرض تشخیص ورکړل شوی دی، خو چې هند یا هم پاکستان ته تللي دي، نتېجه بېخې سرچپه را وتلې ده.

د عامې روغتیا وزارت ډاکټرانو او لابراتورا لرونکو ته د خبرداري په ډول وویل، که ناسم تشخیص وکړي نو تر اخطار وروسته به څارنوالۍ ته معرفي شي.

تبصرې (1)

  • د نړی د ناوړو حالاتو له مخی په دی اړه زما ارزونه:

    د نظم نوین جهانی ( نوی نړیوال استعمار ) د مظلوم بشریت د بدمرغه کولو د پاره د نړیوال نفوس کنترول دی د همدی امله یی جلا جلا پروګرامونه به کار اجولی او د طبیعی افاتو مقابل کی به هغه کچه چه یی باید مخه ونیول شی هم مخه نه نیسی . به دغو ټولو ناخوالو سربیره نظم نوین جهانی هڅی لری جه د ښځو څخه د نارینه به شان استفاده کولو په واسطه هم د نفوس مخه نیسی او هغه دا چه ښځی باید د نارینه وو ښه شان ځان خپله وساتی هغه کارونه ترسره کړی چه د اولاد لرلو او راوړنلو مخه نیسی د بل اړخه د نکاج د لیری کولو او بی اهمیته کولو په واسطه هم د نفوسو کنترول کوی .
    په دی اړه لویی لیکنو او کتابو لیکلو ته اړه ده او کتابونه پری لیکل شوی او لیکل کیږی
    دا سمه ده چه سرطانی ناروغیو په رامنځته کیدلو کی به د دوی مستقیم لاس نه وی او نه یی شی کولای که یی کولای شوی خامخا به یی کولو مګر په غیر مستقیم ډول اتیا سلنه سرطانی ناروغی د دوی د نورو کارونو په نتیجه کی رامنځته کیږی او هغه د کاربن ډای اکساید د زیاتوالی په واسطه د اتومسپیر د ازون طبقی تخریبول دی او داسی نور چه د لمر هغه شعاعوی چه د سرطان سبب کیږی زمکی ته رسیږی.
    همدرانګه په میوه جاتو او سیریجاتو د هرزه بوتو او ناروغیو د مخنیوی د پاره ادویه ګانو کارول چه هم به منوه جاتو او سزیجاتو او هم په خاوره او اوبو کی پاتی کیږی او هغه بوتی چه حیوانات حوری د هغو له غوښو استفاده کول دا ټول او دای نور د سرطانی او دای نورو او نورو نارغیو سبب کیږی .
    نظم نوین د دی به ځای چه د دی کړنو د مپاره داسی پروګرامونه جوړ کړی چه د مظلوم بشریت ته د ناروغیو مخه ونیسی پروا نه لری. له هر څه چه روپی جوړولای شی هغه کوی .
    په نړی کی یی د نشه توکو مارکیت ګرم کړی حتی په حکومتی کچه او د قیمت د لوړولو د پاره یی له یوه لاسه بل لاس او بل لاس ته انتقالوی غیر قانونی ورته د قیمت د لوړولو د پاره وایی . او حتی یوه برخه یی لکه الکهولیک مشروبات چه نشه توکی دی قانونی کړی . همجنسبازانو ودونه چه د هر ډول بداخلافیو او ناروغیو سبب کیږی قانونی شوی او داسی نور