افغانستان

برېښنا شرکت: دوه اوونۍ کې به د «کاسا زر» عملي چارې پیل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): د برېښنا شرکت مسؤلین وايي دوه اوونۍ کې به د کاسا زر برېښنايي پروژې عملي چارې پیل او بشپړېدل به يې دوه نیم کاله په بر کې ونیسي.

د دې شرکت مشر امان الله غالب نن رسنیو ته وویل، د دې پروژې چارې يې دوو هندي شرکتونو ته ورکړې دي، چې په وسیله به يې شاوخوا ۱۳۰۰ میګا واټه برېښنا له افغانستان تېره او پاکستان ته ورسېږي.

دا پروژه چې پر اساس به يې له قرغیزستان او تاجکستان څخه یاده اندازه برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته رسول کېږي، د ۱۵ کلونو لپاره يې پر فعالیت هوکړه شوې ده.

کاسا زر پروژه یوازې افغانستان کې ۴۶۰ میلیونه ډالر لګښت لري، چې یوازې اتیا میلیونه ډالر يې حکومت او پاتې يې نړۍوال بانک مرسته کوي.

په مجموع کې د دې ټولې پروژې لګښت تر یو میلیارد ډالرو هم پورته ګڼل کېږي، چې پوره نیمايي يې نړۍوال بانک پر غاړه اخیستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx