د بادغیس والي؛ عبدالغفور ملکزی

بادغیس؛ بالا مرغاب سقوط شوه؛ خو والي لا هم ژوندی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): نن طالبانو په بادغیس کې طالبانو د بالامرغاب ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړ، چې د دې ولایت ولایتي شورا يې هم پخلی وکړ.

د دې شورا غړي ناصر نظري رسنیو ته وویل، طالبانو د دې ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ځينې نور پوځي مرکزونه نیولي او جګړه يې پر یو بل کنډک ګرمه ساتلې، چې سلګونه عسکر پکې محاصره شوي دي.

تر دې وړاندې د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي ګواښ کړی و، که دغه ولسوالۍ د طالبانو له لوري سقوط شي، نو دی به کابل کې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې ودانۍ مخته ځانوژنه وکړي.

د جګړې سیمې ته نږدې ځينې سرچینې وايي، چې شاوخوا پنځوس تنه عسکر ورته تسلیم شوي او د قومندان په ګډون چې ځينې تښتېدلي د اردو هغې قرارګا کې طالبانو محاصره کړي چې یو څه لرې په دښته کې پرته ده.

که څه هم طالبانو د دې ولسوالۍ تر څنګ د یاد ولایت د اب‌کمرې ولسوالۍ نیولو خبر هم ورکړی، خو دفاع وزارت لا هم د بالامرغاب د سقوط منلو ته تیار نه دی.

د دې وزارت ویاند قیس منګل ويلي، دوی طالبانو ته «درانه تلفات» اړولي او له سختو هوايي بریدونو يې هم کار اخیستی دی.

د بادغیس د والي د ترسره کړي ګواښ په اړه تازه څه نه دي ویل شوي، خو ښايي وروسته له هغه چې دفاع وزارت د یادې ولسوالۍ سقوط ومني، هغه ته خپل ګواښ سترګو ته ودرېږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د دغه خبیث دغه خبره چه ( که دغه ولسوالی سقوط وکړی دی به ځانوژنه کوی )) هم سمه او هم ناسمه ده او هغه دا چه دوی د اشغال له لمړی ورځی د مادیاتو د تر لاسه کولو د پاره د معنویات او ناموس ځان وژنه کوی تر دی چه اشغالګرو ته یی قضایی مصونیت ورکړی یعنی هغوی چه په دوی هر څه ترسره کوی دوی حتی د شکایت کولو حق هم نه لری . دا د بالا مرغاب او داسی نورو ولسوالیو په سقوط د ځآنوژنی یادونی کوی د دی له پاره چه اشغلګر د باغیس ولایت په… نور لوستل »