زلمي خلیلزاد د سولې لپاره د پاکستان «هڅې» ستایلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوه ورځني سفر پاکستان ته خوځېدلی و، چې په وینا يې بېرته مخ په کابل را روان شوی دی.

هغه تازه ټویټ کې له پاکستان نه د سولې په برخه کې له هڅو مننه کړې او ویلي يې دي، پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې وروستۍ پرېکړه یوازې افغانان کولی شي.

خلیلزاد په دې سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي او ګڼو نورو چارواکو سره لیدلي دي.

خلیلزاد په داسې حال کې پاکستانه مننه کوي، چې تازه د دې هېواد لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا پخوانۍ څرګندونې تکرار کړې او افغانستان کې يې د مؤقتې ادارې جوړېدل د «ورورګلوۍ مشوره» یاده کړې ده، کومې چې پخپله خلیلزاد هم نامناسبې بللې وې.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا د مشورتي لویې جرګې له کمیسیون سره پر دې فکر کوي، چې د قطر بین الافغاني غونډې او لویې جرګې تر منځ کوم یو ته لومړيتوب ورکړل شي.

حامد کرزي چې قطر کې د کېدونکې بین الافغاني غونډې ګډونوال دی، څو ورځې وړاندې وویل، که حکومت په دې غونډه کې برخه وانه خلي هم؛ باید ترسره شي، ترې تېرېدل خطا او جرم دی.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دا څه ډول خسته کوونکې شطرنجی لوبه ده.
پرون ئې پاکستانی بړوه ګانو ته اخطار ورکړ چي هلکو سم ښورۍ که نه درلې……..
او نن ئې د سولی په هکله هڅی! ستائي.

مجاهد
میلمه
مجاهد

داځکه چه پاکستان پرونی پوخ غلام او له موره غلام زیږیدلی او افغانستان غلامانو لا د غلامی مرداری بڼګی نه دی رژولی غواړی چه د پخو غلامانو په واسطه ورته روزنه ورکړی

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

مجاهد جانه!
ستا د تبصرې په مفهوم پوه نه سوم البته فکر کوم په ګټه به می وی چي پدې هکله همداسی ناپوه پاتی سم.