د امریکايي فوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر د لوړپوړي پلاوي په ملتیا کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل):د امریکايي فوځ د مرکزي قوماندانۍ نوی مشر «جنرال مک کنیزي» د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته رارسېدلی.

د جمهوري ریاست له دفتر څخه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي «د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د امریکا متحدوایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي نن ماسپښین خپل حضور ته ومانه، په دغه کتنه کې دواړو لوریو  تروریزم سره د ګډې مبارزې، سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه بحث او خبرې وکړې».

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «جمهوررئیس غني جنرال مک کینزي ته د ښه راغلاست پرمهال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو قدرداني او نوموړي ته یې په نوي ماموریت کې د بریا هیله وکړه».

د خبرپاڼې په بنسټ؛ جنرال مک کنیزي امریکا د افغانستان ستراتېژیک ملګری یاد کړی او وعده یې کړې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې به خپلې مرستې نورې هم پراخوي.

یاده دې وي چې؛ جنرال مک کنیزي داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په سر د نظر اختلافاتو د کابل –واشنګټن اړیکې ترینګلې کړي، کابل د خلیلزاد په مشرۍ د افغان سولې له روانې پروسې ناخوښ ښکاري او هیله لري څو د امریکا او طالبانو تر منځ په مذاکراتو کې ځای ولري.

خو طالبان بیا، بیا له ګډ حکومت سره خبرې ردوي او ګډ حکومت یو نامشروع او د پردیو له لوري جوړه شوې اداره بولي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د