کابل د عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان د سفارت سلاکار احضار کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت د عمران د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې یو ځل بیا په کابل کې د پاکستان د سفارت سلاکار احضار کړی او له نوموړي څخه یې د عمران خان د څرګندونو په اړه وضاحت غوښتی.

د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې د یاد خبر پخلی شوی او زیاته شوې چې په دې اړه یې د پاکستان د سفارت سلاکار ته سخت اعتراض وړاندې کړی.

د بهرنیو چارو وزارت؛ د عمران خان وروستۍ څرګندونې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه بللې.

یاده دې وي چې؛ تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر په جمرود نومي سیمه کې د یوې ولسي غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې ویلي وو چې « په افغانستان کې د ستونزو د له منځه وړلو او سولې د راتګ یوازېنۍ لاره داده څو په دې هیواد کې مؤقت حکومت رامنځته او تر سولې وروسته ټاکنې وشي».

عمران خان زیاته کړې وه چې؛ دا څرګندونې یې د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده بلکې خپل ګاونډي ته د ورورګلوۍ یوه مشوره ده.

د عمران خان په وینا؛ نوموړی په افغانستان کې سوله غواړي او که چېرې په افغانستان کې  کې حالت خراب شي پاکستان هم ترې اغېزمن کېږي.

هېره دې نه وی چې؛ عمران خان تر دې وړاندې هم د افغان سولې د بریا لپاره د «مؤقت حکومت» نظر وړاندې کړی وو چې په غبرګون کې یې د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړی وو او له اسلام اباد څخه یې خپل سفیر کابل  ته راغوښتی وو.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
وحیدالله غزنوي
میلمه
وحیدالله غزنوي

له یوې خوا داسې مغرض او منافق ګاونډی چې خپل سل مشکلات یې شاته پرې ایښې او کاروبار یې د مسلمان وژل، لوټل او محکومول دې خو زموږ په چارو کې یې مداخله پر ځان فرض کړیده. له بل طرفه سل سلنه غلامه او مفلوجه اداره چې حتی د ځان د ژغورنې او ساتنې ابتکار هم پخپل لاس کې نلرې. له بل اړخه د اسلام په نمایندګې داسې وحشې ډله راباندې مسلطه ده چې یو داسې دجهالو لښکر یې را په مخه کړیده چې حتی کفر ورته اسلام او اسلام ورته کفر تعبیر کړې دوې پرې سر ورکوې خو د… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

مونږ دا منو چه باکستان له اوله غلام زیږیدلی او غلام لوی شوی مګر پوخ غلام دی د کابل د غلامی اداری په شان نه دی چه د غلامی مرداری بڼکی لا اوس هم پری ولاړی دی . د کابل غلامان چه څه وایی او څه کوی د بادارانو پ دستور او قومانده یی ترسره کوی تر دی چه قضایی مصونیت یی هم تری ترلاسه مدی یغتی په شخصی ژوندی کی یی هم تر غلامانو یی باداران اولیت لری هغه مداخله نه ده د امریکا سفیر نه احضاروی او نه یی احضارولی شی حتی امریکا ع، غ او مجب امریکا… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

ای دال خورو! ستاسی منافیقینو سلا او مشوری د ورورګلوی سلا نده، بلکه د منافقت سلا او مشوره ده. کله چی جناح پاکستان ته راغلی نو شیطان ورته وویل چی: بړا بهایی اپ ایی اب میری لی کوی ضرورت نهی هی. دا ۴۰ کاله ستاسو شیطانانو سلا او مشورو زموږ ګران هیواد و دغه حالت ته ورسوه. دضیا الحق څخه بیا تر خان پوری ټول ### یاست.