افغانستان

دفاع وزارت د بالامرغاب ولسوالۍ سقوط نه مني

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې طالبانو او د بادغيس ولايتي شورا نن غرمه مهال د بادغيس ولايت بالامرغاب ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړ خو دفاع وزارت وايي چې ياده ولسوالۍ طالبانو نه ده نيولې.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي نن غرمه مهال وويل چې د بالامرغاب ولسوالۍ مرکز او امنيه قومنداني يې نيولې ده او د لاپرمختګ له پاره جګړه روانه ده.

همدا راز د بادغيس د ولايتي شورا غړي ناصر نظري هم د يادې ولسوالۍ سقوط تائيد کړ او زياته يې کړه چې طالبانو مرغاب
ولسوالۍ سقوط کړې ده او د امنيتي ځواکونو يو کنډک يې کلابند کړی دی.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د بالامرغاب د سقوط خبرونه حقيقت نه لري او طالبانو ته يې درانه تلفات اړولي دي.

د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې سيمې ته تازه دمي سرتيري ليږل شوي دي او د طالبانو په
وړاندې عملیات روان دي.

د دې وزارت وياند قيس منګل هم نن رسنیو ته وويل چې طالبانو ته يې درانه تلفات اړولي دی او له هوايي بريدونو څخه يې هم
کار اخيستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

د دی خبری سره چه غلامه اداره یی نه منی ، یوه کوچنی قیصه راپه یاده شوه : وایی یو کس د چا سره په کومه خبره جګړه وه ، قاضی د مقابل اړه به ګټه فیصله وکړه او دی کس ته یی ملامته وویل ، سړی کور ته راغی میرمن یی تری په ډیره بی حوصله ګی د کیس به اړه بوښتنه وکړه چه څه وشول ، میړه یی ورته وویل (( ما وګټله ، ما وګټله ….)) میرمنی تری پوښتنه وکړه چه [[ هغه څرنګه ]] میړه یی ځواب ورکړو چه [[ قاضی ماته ملامت ملامت ویلو خو… نور لوستل »

حکیمي

هودغزنی تولی ولسوالی په مرکزکی دی دوی یی ولسوالی بولی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x