پر مشورتې لویې جرګې ۳۶۹ ملیونه افغانۍ مصرف راځي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): د مالیې وزارت ویلي چې د حکومت له لوري را بلل شوې مشورتې لویه جرګه باندي به ۳۶۹ ملیونه افغانۍ مصرف راشي چې ولسمشر ماڼۍ له لوري به ورکول کیږي.

په ورته وخت کې د لویې جرګې د جوړولو لپاره د کمیسیون مرستیال ضیاء الحق امرخېل ویلي چې د لویې جرګې د جوړولو لپاره ټول ترتیبات نیول شوي دي او پر خپل وخت (اپریل ۲۹) باندي به جوړه شي چې شاوخوا دوه زره کسان به ګډون په کښي وکړي.

د نوموړي په وینا په دغه جرګه کې د ګډ حکومت مشران د غړو په حیث نه بلکې د میلمنو په حیثیت ګډون کوي.

د ګډ حکومت له لوري د یوې مشورتې لویې جرګې لپاره په دومره کچه لوړه مصرف ځینې اندېښنې او انتقادونه هم را پورته کړي دي.

یو شمیر سیاسي مشرانو ویلي چې ددغې جرګې د جوړېدو په مصارفو کې دي شفافیت مراعت سي او لاسته رواړنو ته یې باید احترام وسي.

بلخوا ځینو انتقاد کړی چې حکومت په یوه لوېدلې اقتصادي وضعیت کې په داسي جرګه مصارف کوي چې د ناکامۍ وړاندوینه یې سر له اوسه کیږي.

باید وویل شي چې ګډ حکومت داسې مهال د یوې مشورتې لویې جرګې لپاره «۳۶۹» میلیونه افغانۍ ځانګړې کوي چې څو ورځې وړاندې د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د راپور په خپرولو سره وښوده چې؛ هیواد تر بل هر وخت زیات بېوزلۍ ځپلی او تر نیمايي زیات افغانان له فقره کړېږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا په پښو تړلی خره لويه جرګه د څه لپاره جوړوی ، خبره خلاصه ده امريکا تښتی او طالبان پر هيواد حاکميږی ، د لويی جرګی چرګی به د بادارانو په خوښه ووايی چی امريکايان دی ووزی وروسته به بی شرفه غنی هم اعلان وکړی چی د لويی چرګی فيصله زما فيصله ده ، دا ظالم خاينين د دی پروا نلری چی څومليونه مصرفيږی او يا داچی د بيچاره غريبانو څه حال دی ، دوی پخپلو خرمستیو کی ډوب دی . لږ نور هم صبر ، د دی هيواد اصيل بچيان به خامخا د دی ظالمو وحشی غدارانو سره حساب… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

حیرانونکی ! حکومت جوړ ، د مشرانو او کشرانو چرګی جوړی او د هغی د پاسه به لمړی د لوی جرګی نوم زمزمه کیدلو او اوس د مشورتی جګړه نوم ته واوښت یعنی هغه جرګه چه صرف د مشوری د پاره به راغوښتل کیږی او هغه هم چه مسوده به یی مخکی له مخکی ( د اشغلګرو په دستور ) د غلامانو له خوا جوړه شوی او په مشورتی جرګی کی یو غلام په خوله به یی ( چه تر نورو به ورته ډیر کمیشن ورکړی شوی وی ) هیوادوالو ته له کوم تالاره اوروی چه په دی واسطه به… نور لوستل »

منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

یو چا اور اخیستی وو بل کس ورته ویل چی ودریږه چی سیګرټ درڅحه بل کړم، اوس افغان ولس د اور په لمبو کی سوځی دوی راته د ډالرو لاس ته راوړلو لپاره تیرایستونکی جرګی جوړوی؛ ولی د عام افغان ولس قتل عام باندی چپ دی ولی په ړاندو بمبارونو او شپنیو چاپو باندی چپ دی په کوم منطق دلیل او قانون د ولس د نمایندګی خبری کوی دا خبری په کومه خوله کوی ایا تاسو وجدان لری ؟ ایا د شرم، غیرت او خپلواکی په نوم څه پیژنی؛ ملنګانو ته خیر مه ورکوی صرف د کوڅی سپی دروتړه. پریږده… نور لوستل »