نړۍ

پاکستانۍ کلدارې ارزښت د ریکارډ په کچه ټیټ شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل):  پاکستان کې تېره ورځ د دغه هیواد پولي واحد کالداره یا روپۍ د ډالر مقابل کې ریکارډ کچې ته ټیټه شوه.

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د شنبې په ورځ د یوه ډالر نرخ په خلاص مارکيټ کې ۱۴۸ روپۍ و. د پاکستان په تاریخ کې په لومړي ځل کلدارې ارزښت تر دې حده ښکته شوې دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري بیا د ټویټر له لارې ویلي چې حکومت به د هغو کسانو خلاف جدي اقدام وکړي چې ډالر احتکار کوي.

خو د پاکستان مرکزي بانک ویاند بیا ډان ورځپاڼې ته ویلي چې قانون څوک د ډالرو له اخیستلو یا د بهرني اسعارو له ساتلو نه منع کوي او نه هم پر دې عمل څوک نیول کیدلای شي.

هغه زیاته کړې چې د اسعارو احتکار خلاف تحقیقات د مرکزي بانک سره په هماهنګۍ کیدلای شي خو حکومت تر دې دمه دوی ته رسمي هېڅ نه دي ویلي.

ډان ورځپاڼې ته پاکستاني صرافانو ویلي چې تيره ورځ یو ډالر په ۱۴۸ کلدارې خرڅېدلو او دوی په ۱۴۶.۵۰ کلدارو اخیستلو. هغه زیاته کړې چې کومو کسانو که د ډالر په رسمي نرخ د اخیستلو غوښتنه کوله، صرافانو ورته ویل چې ډالر نه لري.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکتر اشفاق حسن بي بي سي ته د پاکستاني کلدارې د ښکته کیدو علت د نړیوال وجهي صندوق څخه د پاکستانو د نویو پورونو اخیستل ښودلي دي.

هغه زیاته کړې چې د پاکستان حکومت له آی ایم ایف (نړیوال وجهي صندوق) څخه قرضونه واخلي او د هغوی یو له شرطونو څخه دادی چې پاکستان د اسعارو د تبادلې نرخونه د قرضونو ترلاسه کولو وړاندې سم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

1afghani= 2pakistani rupeean
good news i hop
1afghani=1000pakirupee

zenda bad afghanistan&zendabad ashraf ghani

هارون

اقتصادي چارپوهانو ویلي چې قوي امکان شته چې ډالر په نږدې راتلونکې کې تر ۱۸۰ روپیو ورسېږي. د نورو علتونو سربېره یو قوي علت یې د پوځ غلطې کړنلارې ښودل شوي چې نه د نړېوالې ټولنې او نه هم په کور دننه د عمران خان لپاره د منلو وړ دي. ویل کېږي چې د عمران خان نا رضایتي ورځ تر بلې د پوځ د کړنو د کبله زیاتېږي او کېدای شي حکومت پرېښودلو ته اړ شي. عمران غواړي چې د تروریستي تنظیمونو فعالیتونه ودرول شي او دی دا واک تر لاسه کړي چې په اقتصادي ډګر کې خپلواکه پرېکړې وکړي.… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x