زلمی خلیلزاد کابل ته راستون شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): د افغان کشالې د حل لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» اسلام اباد ته له دوه ورځني سفر وروسته نن کابل ته رارسېدلی.

خلیلزاد په خپل ټویټر باندې پاکستان ته د خپل سفر د پای ته رسېدلو د خبر تر څنګ؛ له پاکستان مننه کړې چې د افغان سولې په برخه کې هڅې کوي او د افغانستان اینده د افغانانو کار بولي.

د رسنیو د راپورونو په حواله؛ خلیلزاد به کابل ته له راتګ سره سم له یو شمېر افغان سیاستوالو او د مدني ټولنو له غړو سره وګوري، دغه ناستې چې د افغان سیاسیونو او زلمي خلیلزاد تر منځ د تېرې اونۍ د ناستو په دوام کېږي داسې مهال صورت نیسي  چې؛ د طالبانو او افغان سیاسیونو تر منځ کېدونکې ناستې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاته دي.

تمه ده چې د روانې میلادې میاشتې په نیمايي کې؛ د افغان سیاسیونو او پېژندل شویو شخصیتونو ستره ډله له کابل څخه دوحې ته وخوځي او هلته د طالبانو له لوري په جوړېدونکې بین الافغاني ناسته کې ګډون وکړي.

طالبانو وار له مخه په یاده غونډه کې د ګډ حکومت او ګوندونو د استازو حضور رد کړی او په خبره یې؛ هر ګډونوال یوازې د خپل ځان په استازیتوب نظر وړاندې کولای شي.

په ورته وخت کې ګډ حکومت هڅه کوي څو یاده غونډه لغوه او یا هم د «مشورتي لویې جرګې» تر رابللو وځنډوي؛  د سولې شورا د دارالانشا رئیس «عمر داودزي» تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړه چې له امریکايي چارواکو سره یې په دې اړه بحثونه لا هم دوام لري چې مشورتي لویه جرګه او که د قطر غونډه وړاندې وشي.

د کارپوهانو په وینا د مشورتي لویې جرګې له رابللو څخه د ګډ حکومت موخه د سیاسي ګوندونو راضي کول، د سولې په پروسه کې هغوی تر خپل څنګ درول او له منزوي شوي حالت څخه د ګډ حکومت را ایستل دي.

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

salamoalikum;donot i read in dawat free media24 website,by said husseen pacha sahib talibs must make jerga or peace conferance in afghanistan. talibs can make meeting in kandahar/kabul/ghazni/herat or jalal abad. this will be historical shame for afghans. talibs must think about this. talibs must peace with ashraf ghani administration. the warlords/ corrupts/millionaire and hamid karzais team cannot represents from afghans. talibs must stop pakistan dictated agenda . zendabad afghanistan HONOR DOCTOR ASHRAF GHANI