آی پي ایل کې د سهیل تنویر یوولس کلن ریکارډ مات شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۸ل): د هند په غوره لیګ سیالیو کې تېره شپه د پاکستاني لوبغاړي سهیل تنویر لخوا جوړ شوی ریکارډ یوولس کاله وروسته مات شو.

د سنرایزز حیدر اباد او ممبۍ انډینز لوبډلو ترمنځ په ۱۹مه سیالۍ کې د ویسټ انډیز لوبډلې ځوان ۲۲ کلن لوبغاړي الزاري یوسف د «۱۲» منډو په بدل کې «۶» لوبغاړي وسوځول.

دا د آی پي ایل په تاریخ کې تر ټولو غوره توپ اچونه ده، له دې وړاندې د هند غوره لیګ په لومړي پړاو کې چې په ۲۰۰۸م کال کې په سویلي افریقا کې ترسره شوی و د پاکستان لوبډلې چپ لاسي چټک توپ اچونکي سهیل تنویر د «۱۴» منډو په بدل کې د چینایي سوپر کینګز لوبډلې «۶» لوبغاړي سوځولي و.

د سهیل تنویر لخوا دغه جوړ شوی ریکارډ د آی پي ایل یوولس پړاوونه وروسته د الزاري یوسف لخوا چې په هند غوره لیګ کې یې لومړۍ لوبه ترسره کوله مات کړل شو.

دغه سیالۍ چې د محمد نبي لوبډلې او ممبۍ انډینز لوبډلې لخوا ترسره شوه لومړۍ توپوهنه د ممبۍ لوبډلې وکړه چې د نبي په زړه پورې توپ اچونې سره سیال لوبډلې یوازې «۱۳۶» منډې جوړې کړې.

محمد نبي په خپلو څلورو اورونو کې یوه مهمه ویکټه واخیسته او یوزاې «۱۳» منډې یې ورکړې، همدا ډول راشد خان په خپلو اورونو کې «۲۷» منډې ورکړې او یوه ویکټه یې واخیستله.

په ځواب کې د راشد خان لوبډلې لخوا هیڅ کوم لوبغاړي د پام وړ توپوهونه ونکړه، چې د الزاري یوسف په زړه پورې توپ اچونې د محمد نبي لوبډله د «۴۰» منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړه.

الزاري یوسف دریم لوبغاړی شو چې په هند غوره لیګ کې په یوه لوبه کې «۶» لوبغاړي سوځوي، له دې وړاندې د استرالیا سوکه توپ اچونکي اډم زمپا په ۲۰۱۶م کال کې د سنرایزز حیدراباد لوبډلې پر وړاندې د «۱۹» منډو په بدل کې ۶ لوبغاړي سوځولي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د