ورزش

لا لیګا: میسي له سختې لوبې وروسته اتلاتیکو مدرید لوبډله مات کړه- ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۸ل): د اسپانیا په لا لیګا لیګ کې تېره شپه د برسلونا او اتلاتیکو مدرید لوبډلو ترمنځ په زړه پورې سیالۍ ترسره شوه چې په وروستیو کې برسلونا بریا خپله کړه.

دغه سیالۍ چې تر وروستیو شیبو پورې مساوي روانه وه، له ۸۰مې دقیقې وروسته د برسلونا لوبغاړی لویس سواریز او لیونل میسي وتوانېدل ګول ووهي او سیال لوبډلې ته یې په ۲-۰ ماتې ورکړه.

د اتلاتیکو مدرید لوبډلې لخوا د لوبې پېل په زړه پورې و، خو په ۲۸مه دقیقه کې د اتلاتیکو مدرید لوبغاړي «ډیاګو کوسټا» په غلطۍ کولو د لوبڅار سره خوله ووهله، چې سمدلاسه یې سور کارت ترسره کړ او له لوبې بهر شو.

د لوبڅار لخوا دغه پریکړه یوه چټکه پریکړه وبلل شوه او یو شمېر مبصرینو او شنونکو په کې لوبڅار ملامت کړ، خو له بل اړخه ځینو نورو دغه پریکړه د اصولو سره سمه وبلله.

له دې وروسته تر ۸۰مې دقیقې پورې لوبه کې داسې نه بریښیده چې لس په یوولسو لوبغاړو لوبیږي، خو په ۸۴مه دقیقه کې د برسلونا لخوا لویس سواریز په زړه پورې ګول وواهه، له ده سمدلاسه وروسته لیونل میسي په ۸۹مه دقیقه کې دوهم ګول وواهه او سیالۍ يې په دوه-صفر وګټله.

دواړه لوبډلې په لا لیګا لیګ کې سرسختې او سیال لوبډلې دي چې برسلونا په جدول کې لومړی او اتلاتیکو مدرید دویم مقام لري، برسلونا له ۳۱ سیالیو وروسته په ۲۲ بریاو، ۲ ماتو او ۷ مساوي لوبو ۷۳ پواینټونه لري.

په دویم نمبر اتلاتیکو مدرید لوبډله ده چې په ۳۱ لوبو کې یې ۱۸ ګټلي، ۵ ماتې او ۸ سیالۍ مساوي شوي دي، چې په ۶۲ پواینټونو سره دویم نمبر لري، په جدول کې په دریم نمبر ریال مدرید لوبډله ده چې ۶۰ پواینټونه لري.

د یادونې ده چې د تېر په څېر په یاد لا لیګا اسپانوي لیګ کې لیونل میسي تر ټولو وړاندې دی چې تر دې دمه یې ۳۳ ګولونه وهلې دي، په دویم نمبر لویس سواریز دی چې ۲۰ ګولونه یې وهلي دي.

https://youtu.be/d8hSqbRuZyk

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x