وردګ: دولتي ځواکونو د عملیاتو په مهال «۵» تنه ملکیان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو  د عملیاتو په مهال پنځه تنه عام وګړي وژلي.

د رسنیو د راپورونو په اساس یاد کسان د نرخ ولسوالۍ په «دادل» نومي سیمه کې وژل شوي.

د پېښې له سیمې څخه د «شمس الرحمن» په نامه یو کس رسنیو ته ویلي چې له دې پنځو کسانو څخه دوه یې بزګران او نور د سیمې عام اوسېدونکي وو.

د شمس الرحمن په وینا؛ په یادو عملیاتو کې دوه کورونه هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي.

د میدان وردګو ولایت مقام په یاده سیمه کې د عملیاتو پخلی کړی او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ادعاء کړې چې په دې عملیاتو کې یې د طالبانو د عشر او زکات مسئول او ورسره څلور ملګري طالبان وژلي.

په ورته وخت کې په لوګر ولایت کې د بهرنیانو بمبار د دریو قومي مشرانو په شمول د څلورو تنو عامو وګړو ژوند اخستی.

د لوګر د ولایتي شورا غړی «عدالت عبدالرحیمزی» یاده پېښه تائیدوي او په وینا یې «  بهرنیانو د مرکز اړوند په پادخواب شانې سيمه کې د ډرون بې پیلوټه الوتکې په وسیله برید ترسره کړی چې په پایله کې یې یاد څلور کسان وژل شوي».

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د