جلال اباد ښار کې چاودنې درې تنه ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): څو شيبې وړاندې د ننګرهار ولايت د لومړۍ ناحيې اړوند د حج اوقافو رياست ته څېرمه د ټولګټو چارو رياست په يو موټر  چاودنه شوې.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې چاودنه د ټولګټو چارو رياست موټر پسې د نښلول شوي ماين له امله رامنځته شوې ده چې له امله يې درې تنه ټپيان شوي دي.

خوږياڼي وويل چې د چاودنې ټپيان د تداوۍ له پاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

تيره ورځ هم په جلال اباد ښار کې په دوو بېلابېلو چاودنو کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

همدا راز تيره اوونۍ په ښاري بس کې چې ډېر وخت بعد يې بيا فعاليت پيل کړی و چاودنه شوې وه چې له امله يې د جلال اباد څو تنه ښاريان ټپيان شوي وو.

د يادونې وړ ده چې د نورو ولايتونو په څېر په ننګرهار ښار کې هم هدفي وژنې او په عامه ځايونو کې چاودنې ډېرې شوي دي چې له امله يې ننګرهار ښاريان اندېښمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دا ډول چاودنو مسوولیت هم څوک په غاړه نه اخلي او نه هم ولايتي اداره د دا ډول پيښو په مخنيوي او امنيت په ټينګښت کې بريالۍ شوې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د