افغانستان

لوګر: هوايي بريد کې د ۳ قومي مشرانو په ګډون څلور تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): د لوګر ولايت مرکز پل علم کې د قومي مشرانو په يوه غونډه هوايي بريد شوی چې له امله يې د درې قومي مشرانو په ګډون څلور تنه وژل شوي‌ دي.

د لوګر د ولايتي شورا غړی عدالت عبدالرحيمزي رسنيو ته ويلي دي چې دا بريد تيره ورځ مازديګر مهال د پل علم اړوند د پادخواب شاهانه په سيمه کې د قومي مشرانو په غونډه شوی دی.

نوموړي وويل چې ياد بريد د بې پيلوټه الوتکې له لوري شوی دی چې  په کې د څلور تنو د وژل کیدو سربيره‌ درې تنه قومي مشران ټپيان شوي هم دي.

بل لور ته په کابل کې د افغانستان ځانګړو ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د لوګر ولايت مرکز پل علم کې د افغانستان هوايي ځواکونو له لوري په هوايي بريد کې څلور طالبان وژل شوي دي.

د لوګر امنيه قومندانۍ وياند شاه پور احمدزي پېښه تائيد کړې خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې په ولسي وګړو چاپې او هوايي بريدونه زيات شوي چې له امله يې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x