نظــر

د امریکا او طالبانو خبرې.. د کابل حکومت سياسي انزواء

نسیم شاهد

د ۲۰۱۷ز کال په اګست میاشت کې د افغانستان لپاره د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ جګړه-ییزه سټراټيژي د کابل حکومت لپاره ډاډ ورکوونکې وه. خو کله چې دې سټراټيژۍ تر نیم کال وروسته هم کومه لاسته راوړنه ونه درلوده، امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپلو ډیپلوماټانو ته له طالبانو سره د خبرو کولو امر وکړ (1) دا هغه څه و چې کابل حکومت یې لومړی په نه-زړه هرکلی وکړ خو وروسته یې په مستقیم او غیرمستقیم ډول، په مذاکراتو کې د خپل ځان د غیرحاضرۍ له امله، مخالفت پيل کړ.

له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د امریکا دریځ دا و چې طالبان باید د امریکا پر ځای له کابل حکومت سره خبرې وکړي، خو طالبان د کابل حکومت د ”بېواکۍ“له امله یوازې له امریکا سره خبرو ته چمتو دي. د ډونلډ ټرمپ د جګړه ییزې سټراټيژي، چې له نظامي، سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي لارو پر طالبانو فشار راوړل پکې وو، اصلي موخه هم همدا وه چې طالبان له کابل حکومت سره خبرو ته کښېنوي.

له زیاتو فشارونو سره سره چې بیا هم طالبان له خپل موقفه وانه وښتل، امریکا د ۲۰۱۸ز کال په جولای میاشت کې خپل زاړه دریځ ته شا کړه او پخپله یې له طالبانو سره خبرې پیل کړې. کابل حکومت له لومړۍ ورځې د طالبانو-امریکا له خپلمنځي مذاکراتو خوښ نه و، خو په لومړیو کې یې هرکلی ترې وکړ.

له هغه وخته بیا تر دې دمه، امریکايي ډيپلوماټانو له طالبانو سره پنځه سترې مذاکراتي غونډې کړې، او شپږمه به یې په راتلونکي کې وشي.

په ترسره شویو پنځو غونډو کې د طالبانو د مخالفت له امله د خپلو استازو نه شتون د کابل حکومت غوسه کړی او د طالبانو – امریکا د دې ډول غونډو یې په صراحت سره مخالفت کړی دی.

د کابل حکومت د مخالفت کچه هغه وخت نوره هم زیاته شوه کله چې د دې خبرو د پرمخ وړلو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د کابل حکومت د ملي امنیت د سلاکار حمد الله محب په خبره، د ملي وحدت مشران د دې غونډو له جزیاتو ”په تیاره کې“ وساتل. (که څه هم حکومت او امریکايي لوری وايي چې د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره یې د غونډې تفصیلات شریک کړي، خو د طالبانو سرچینې وايي چې ښاغلی خلیلزاد د دې غونډو زیاتره تفصیلات پټ ساتلي دي.)
د ملي امنیت سلاکار، د تیرې مارچ میاشتې په ۱۲مه، امریکا ته د خپل سفر پر مهال، پر زلمي خلیلزاد باندې توندې نیوکې وکړې (2) او د کابل حکومت له ګډون پرته د طالبانو او امریکا خبرې یې ”د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو قربانیانو ته سپکاوی“ وباله.

ښاغلي محب همداراز وویل چې امریکا په دې مذاکراتو سره طالبانو ته مشروعیت ورکړی او د کابل حکومت مشروعیت یې له پوښتنې سره مخ کړی دی – دا هغه حقیقت دی چې سترګې پرې پټېدای نه شي.

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو اصولو خلاف ښاغلی محب احضار کړ(3) او ورته ویې ویل چې ”پر خلیلزاد برید د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت باندې برید دی. “

امریکا همداراز په افغانستان کې خپلو استازو او قومندانانو ته امر وکړ(4)

چې تر دې وروسته له ښاغلي محب سره ونه ګوري. تر دې دمه له دوو غونډو د محب د ګډون له امله، امریکايي قومندانان او استازي ولاړ شوي دي(5)

په امریکا کې د حمدالله محب له خولې وتلې خبرې د نوموړي د مشر اشرف غني دي. خو امریکا پر حمدالله محب باندې په تمرکز کولو له اشرف غني سره له مستقیم مخالفته ځان ساتي.

د حکومت خبرو ته پام نه کېدل: مذاکرات، ټاکنې او مشورتي جرګه

که څه هم د ملي وحدت حکومت د طالبانو او امریکا له دوه په دوه مذاکراتو سره مخالفت ښکاره کړی، خو امریکا کوم پام نه دی ورته کړی او مذاکراتو ته دوام ورکوي.

د مذاکراتو تر څنګ، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې هم هغه څه دي چې د ملي وحدت حکومت د مشر اشرف غني خبرو ته ارزښت نه دی پکې ورکړل شوی.

اشرف غني پر خپل وخت د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکی دی، خو د دې ټاکنو د ترسره کېدو نېټه درې ځله د امریکايي سفارت او ملګرو ملتونو په غوښتنه وځنډول شوه. د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو نېټه لومړی د روان ۲۰۱۹ز کال د اپرېل ۲۰مه ټاکل شوې وه، وروسته د جولای ۲۰مې ته وځنډول شوې، او اوس یې ترسره کېدل د سپټمبر تر ۲۸مې وځنډول شول(6).

لویه جرګه

اشرف غني د طالبانو او امریکا په خبرو کې د خپل حکومت د ورشریکو لپاره له ګڼو لارو هڅې کوي، چې یوه لاره یې هم لویه جرګه ده. ښاغلي غني په دې وروستیو کې د لویې جرګې د رابللو لپاره یو کمېسیون تشکیل کړ، چې د دې جرګې راغوښتلو ته چمتووالی ونیسي.

خو د لویې جرګې تر ترسره کېدو مخکې ټاکل شوې چې د روانې اپرېل میاشتې په نیمايي کې، په مسکو کې تر لومړۍ بین الافغاني غونډې وروسته، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت-مخالفه افغان سیاستوالو او څېرو او طالبانو غونډه وشي.

ښاغلی اشرف غني هڅه کوي چې د دوحې غونډه تر لویې جرګې وروسته وشي، ځکه نوموړی د مسکو غونډې په څېر له دې غونډې هم وېره لري چې طالبانو ته به مشروعیت او قوت ورکړي.

په همدې موخه نوموړي خلیلزاد ته، کابل ته د هغه د سفر پر مهال، وړاندیز کړی چې دا غونډه تر لویې جرګې وروسته وشي. خو، د غونډې د ګډونوالو د څرګندو له مخې، ښاغلي خلیلزاد ویلي چې باید د خبرو مخالفت ونشي.

کابل حکومت داسې مهال د سولې د خبرو له امله له انزوا سره مخ دی چې طالبان د سیاسي هڅو ترڅنګ خپلو پسرلنیو عملیاتو ته تیاری نیسي. که طالبان خپل پسرلني عملیات اعلان کړي، تمه نشته چې کابل حکومت دې د خپلو پوځونو له وژل کېدو او له لازیاتې انزوا سره له مخ کېدو پرته بله کومه ګټه ترلاسه کړي.

په دې مقاله کې له یادو مراجعو څخه استفاده شوې ده :

1 https://www.nytimes.com/2018/07/15/world/asia/afghanistan-taliban-direct-negotiations.html

2 https://www.foxnews.com/us/afghan-official-blasts-us-talks-with-taliban

3 https://www.rferl.org/a/afghanistan-mohib-blasts-us-khalilzad-taliban-peace-talks/29822038.html

4 https://www.reuters.com/article/us-usa-afghanistan/us-freezes-out-top-afghan-official-in-peace-talks-feud-sources-idUSKCN1QZ2OU

https:/www.nunn.asia/142107/سکاټ-مېلر-هم-له-محب-سره-د-پرېکون-له-امله/-له-امله/ 5

6 https://www.reuters.com/article/us-afghanistan-election/afghanistan-presidential-election-postponed-to-september-idUSKCN1R11X1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد منصور

نسیم شاهد صیب په ګوتو مو برکت شه ښه زړه پوري او جالب تحلیل مو کړی.
د اشرف غنی حکومت چې یواځینی مؤید یې واشنګټن و هغه هم مخ تری اړولی ، ولسی تائید يي مخکي لا له لاسه ورکړی ، اوس غواړی د تشریفاتی لویی جرګی په دائرولو سره خپل ځان له سیاسی انزوا څخه وژغوري ..
خو دغه وړ هڅي یې د ژغورل کیدو په ځای لا د فناء پر لوری سوق کوي او کومه فائده نه ور ته کوي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x